
روهي(نۍ/۱۹ د سلواغې)، اپل شرکت منلې چې فرانسه کې به له دې کبله ۲۵ میلیون یورو نغدي جریمه ورکوي، چې ولې یې د زړو ایفونونو د ورو کولو بهیر نه دی اعلان کړی. ایفون کاروونکي وايي، اپل شرکت د زړو ایفونونو چلیځ سیستم (Operating System) ورو کړی، چې د نویو ایفونونو پېرلو ته خلک وهڅوي.
اپل وايي، په ۲۰۱۷ کال یې د ځینو ایفونونو د ورو کولو بهیر پیل کړی، خو وايي دا کار یې ددې لپاره کړی چې "د زړو ایفونونو عمر اوږد شي د رسمي شرطونو له مخې، اپل باید لږترلږه د یوې میاشتې لپاره د ایفون په اړه د هر ډول بدلون په تړاو په فرانسوي ژبه لارښود خپور کړی وای.
دغه بنسټ وايي، اپل په فرانسه کې د تېر ایستلو جرم کړی، چې له خپلو کارمنو یې هم په لوی لاس دا بدلون پټ ساتلی او نغدي جریمه پرې کول یې منلي دي.