لڼده کیسه(نه غواړم پولیسه شم!)

ډېره ګنکسه وم ، په ډېر زحمت مې سترګې پرانیستې، ټول ځای تک تور و. هيڅ څه نه ليدل کېدل له ځان سره مې وويل: 
او هو نن مې ولې پلار جان د خوب څراغ مړ کړی دی . خير ښايي هير شوی يې وي اوس به پاڅېږم او بل به يې کړم. غوښتل مې په لاسونو مې کمپله پورته کړم خو چې لاس مې پورته کاوه،  نه کېده، بند پاتې و. پښه مې پورته کړه هغه هم بنده وه حیرانه شوم څه خبر ده. څه شوي!؟

 ناڅاپه وډاره شوم چغه مې کړه خو غږ مې اوچت نشو له ډېره ډاره مې اوښکې څڅيدلې چې ناڅاپه مې پام شو په خوله مې څه ټړل شوي وو.  پر مخ مې اوښکې روانې وې. ناڅاپه لږه رڼايي ښکاره شوه د دروازې غږ شو درې کسان راننوتل چې مخونه يې پټ ول يوازې سترګې يې ښکارېدې، يوه چاغ خېټور سړي هغه بل لوړ او ډنګر ته وويل: په هوښ راغله، پلار ته يې زنګ ووهه. ما برګ برګ ورکتل او د چغو پر ځای مې له خولې څخه ام اممم غږ واته. پلار مې ټلیفون اوچت کړ. په وارخطا غږ یې جواب ورکړ بلې هيلې ته يې لورې بيا دې ټليفون ولې ګل دی. چاغ سړي په ډډ غږ وويل سمندر ! لور دې ما سره ده، يو لک ډالر راوړه لور دې يوسه. 

پلار مې په تنده لهجه ورته وویل: چپ شه مردارخوره! دروغ مه وايه زما لور به اوس له پوهنتونه...  زما د پلار خبره یې همدلته غوڅه کړه. ما ته یې په بد انداز وویل: نجلۍ! غږ دې راوباسه او د خولې پټۍ يې رانه کش کړه. ما په بند بند او ژړغوني غږ وويل پپپلاره!

 ټيليفون يې رانه واخیست کړ او بند يې کړ. مخکې له دې چې خوله مې بنده کړي ومې ويل تاسې ولې زه برمته کړې يم!!!؟

 ما خوشې کړئ کنه نو پلار به مې ما په پوليسانو راپيدا کړي بيا به تاسو ته ډېره سخته شي. 
دوی په کټ کټ وخندل او زما خوله يی بنده کړه څو ورځې تېرې شوې هره ورځ به يې زما له پلاره څخه پيسې غوښتې او زه به يې وهلم زما چغې به یې زما پلار ته ور اورېدلې ، پلار به مې ډېر راته خواشینی کېده،  خو زما زړه به بیا هم ډاډمن و. ځکه پلار مې هر کله د پوليسانو د دندې په هکله خبرې راته کړې وې.

((چې شپه او ورځ بدون له ستړيا کار کوي د هر چا حق حقدار ته ورکوي ټول عمر د خلکو خدمت کوي ان تر ډې چې سر ورکوي خو بد کسان او د دې هيواد دښمنان له منځه وړي))
بيا به راپه ياد شول چې پلار به مې راته ويل لورې!

 ته باید پوليسه شې او خلکو ته خدمت وکړې په دې خوبونو کې لګیا وم چې يو وارخطا غږ مې واورېد. 
پوليسو ګیر کړو ! 
اوس څه وکړو!؟
 هله نجلۍ پټه کړئ!

 زما خواته راغلل، زما لاسونه او پښې يې له څوکۍ خلاصې کړې او په يوې کوچنۍ المارۍ کې يې قلفه کړم. المارۍ دومره وړه او تنګه وه چی ما سر هم نشو ښورولای. خو بیا هم پولیسو د تالاشۍ پر مهال ناڅاپه را پيدا کړم. لاسونه او پښې مې خوشې کړې او د خولې خيرنه توره پټۍ يې رانه لرې کړه. د پوليسو آمر د دوی په وهلو پیل وکړ او دا چاغ نفر يې له غاړې راونيو، خو چې هغه يې خوله غوږ ته نږدې کړه.

 پوليس وويل: کمې دي. بيا یي غوږ کې وغږيد پوليس کټ کټ وخندل او زما لاسونه يې بېرته په څوکۍ وتړل ما ځان سره وويل نه غواړم پوليسه شم!!!