د ژبې په اړه تاریخي لید لوری ‎

له هر څه مخکې ټولې انساني ژبنۍ پدیدې د قومونو له متمدنيته نيولې تر لرغونې کلاسیکې یا د انحطاط دورې پورې د ژبپوهنې موضوع جوړوي. دغه علم په هره دوره کې نه یوازې د کره بلکې  فصیح، رسا بیان ټول ډولونه تر مطالعې لاندې نیسي.
 
هغه څه چې وویل شول، ژبپوهان یې لیکل شویو متونو ته توجه کوي او د لرغونو او هغو متونو له ژبنیو ډولونو سره يې اشنا کوي چې په لاس نه راځي.
 
نو په دې ترتیب د ژبپوهنې دندې دا دي: 
الف(  د ژبو تاریخي څېړنه او توصیف: د ژبو د کورنیو تاریخي جوړونه او تر ممکنه حده د ژبو د کورنیو مور پېژندنه.
 
ب) د هغه ځواک لټول، چې په ټولیز او نړیوال لحاظ له ټولو ژبو سره تړلی او  هم هغو ټولو قوانینو ته لاسرسی چې خاصې تاریخي پدیدې په خپله لمن کې رانغاړي.
 
ج: شرط او د ژبپوهنې تعریف.
ژبپوهنه له نورو علومو سره راکړه ورکړه او نږدې اړیکې لري. څه چې د ژبپوهنې او نورو علومو ترمنځ حد ټاکلی تر ډېره ښکاره نه دي. د مثال په ډول ژبپوهنه دقیقاً د قوم پېژندنې او له تاریخه مخکې پېر مطالعه ده.
 
نو ژبه څه ده؟
ژبه باید له ناطقې (وينايي) قوې سره غلطه نشي. یوازې ژبه ده چې له ټولو شته برخو سره د ناطقې قوې اساسي برخه جوړوي. ژبه همدا راز د ټولنیزو رغښتونو په هغو ضروري قراردادونو کې راځي، چې د ټولنې له خوا منل شوي او افراد کار ترې واخيستلای شي.
 
د ناطقې په برخه کې د ژبې ځای: په ټوله کې ژبه د ناطقې قوې په مدار کې باید فردي عمل ته ځیره شي، چې د خبرو کولو لامل تر څېړنې لاندې ونیسي. د یوې ژبې عملي وضعیت د نقطې په زماني محور کې نه بلکې په موقعیت کې وي.
 
تاریخي ژبپوهنه د اروپایي ژبپوهانو ترمنځ يوه لرغونې طریقه ده، چې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې یې په رغښتواله ژبپوهنه کې تر مطالعې لاندې ونیوله. 
 
تاریخي ژبپوهنه د لرغونې ژبپوهنې له ډول څخه ګټه اخلي، چې دا ډول د پرتلې په نامه یادېږي او دا راښیي چې ژبې څنګه له یو بلې سره تړلې دي او د وخت په تېرېدو سره بدلېږي.
 
ژبپوهان نه یوازې د ژبو د مطالعې په وخت کې د ژبو ترمنځ پر تاریخي اړیکو او د ژبې پر تاریخ رڼا اچوي، بلکې د بشر له تاریخ سره هم اشنا کېږي.
 
تاریخي ژبپوهنې ته په انګرېزي کې( Historical linguistics) وايي، يعنې هغه علم ته چې د زمان په تېرېدو سره ژبنی بدلون څېړي.
 
تاریخي ژبپوهنه یوازې ډینامیک ، د پدیدو څرنګوالي او ژبنيو بدلونونو ته اهمیت نه ورکوي، بلکې په ټولیز ډول د انساني ژبو پر طبيعي جوړښتونو باندې د پوهېدو لارې راښيي.
 
ژبې هېڅکله ثابتې او سټاټيکې نه دي، بلکې د ودې او بدلونونو  په حال کې دي؛ نو د ژبو د کورنیو مطالعه هم د تاریخي ژبپوهنې په مټ کېږي.
 
 د تاریخي ژبپوهنې څانګې:
پرتلیزه ژبپوهنه
ریښه پېژندنه
ګړدود پوهنه
غږ پوهنه
غږیز بدلونونه
صرفي بدلونونه
پرتلیزې ژبپوهنې ته په انګلیسي کې «Comparative linguistics» وايي. د تاریخي ژبپوهنې مهمه څانګه ده، چې د تاریخ په بهیر کې د ژبو خپلوي او اکتشافات څېړي. پرتلیزه ژبپوهنه د تاریخي ژبپوهنې څانګه ده، چې د ژبو ترمنځ د تاریخي اړیکو پر پرتلې باندې کار کوي.
 
د پرتلیزې ژبپوهنې اصلي موخې غږپوهنه او غږيز بدلونونه، د ویونو تاریخي تحول، د دوو یا څو ژبو د ګرامر او کلیمو پرتلنه ده.
 
په اصل کې هر توپیر باید د دوو ورته ژبو ترمنځ د توضیح وړ وي او د بېلګو سیستمي تغييرات یې ثابت وي او کېدای پرتلنه محدوده شي. د مثال په ډول پرتلنه کېدای شي یوازې د ویونو تر سطحې پورې وي؛ په ځينو برخو کې کېدای شي، ان د ژبې په لومړیو مرحلو کې وي. که څه هم د ژبې لومړنۍ مرحلې د پرتلې په ډول دي، مګر د یوې وړاندوینې په څېر هم څرګندېږي.
 
آرپوهه (ریښه پېژندنه) څه ده؟
آرپوهه د ژبپوهنې یوه برخه ده، چې د ویونو )لغتونو) ریښې او تاریخي تحول څېړي. په انګرېزي کې ورته اېتېمولوژي (Etymology) وایي. دغه کلمه د یوناني له( Etymon) څخه اخستل شوی، چې مفهوم یې واقعي مانا ده. نو ویلی شو، چې د اېتېمولوژي لغوي مانا د واقعي مانا پېژندنه ده. که څه هم د اېتېمولوژي اصطلاحي مفهوم په انګرېزي ژبه کې ریښه پېژندنه ده، چې په دې پوهه کې په تحولي برخه کې د کلماتو زېږېدنه، وده او له منځه تلل تر سترګو کېږي.
 
ګړدودپوهنه:
ګړدودپوهنه د ژبپوهنې څانګه ده، چې د ګړدودونو ارزونه او شرحه کوي.
ګړدودپوهنه د ټولنیزې ژبپوهنې تر چتر لاندې راځي. ګړدودپوهان هڅه کوي، چې د هر ګړدود جغرافيايي او ادراکي ځانګړنې  پیدا  او شرحه کړي.
 
غږپوهنه:
غږپوهنې یا فونولوژي ته په انګرېزي کې (phonology) وایي. د ژبپوهنې څانګه ده، چې د ژبې غږیز نظام څېړي او په ژبني نظام کې د غږیزو زنځیري او نا زنځیري عناصرو ځای مشخصوي.
 
غږیز بدلون: 
غږیز بدلونونه د وخت په تېرېدو سره د تاریخ په بهیر کې پېښیږي، چې یو غږ پر بل اوړي. دا د غږ تر کچې وي او په دې برخه کې د ژبې تاریخي تحول مهم نقش لري.
 
صرفي بدلون:
صرفي بدلون د لغتونو بدلون دی، چې د تاریخ په بهیر کې پېښیږي، چې موږ يې د خپلې ژبې په اوسني لیکدود کې وینو.
 
کومه کتیبه چې زموږ د ژبې موجودیت له زېږدیز څخه مخزېږدیز ته بیایي. ښه بېلګه یې د اروزگان کتیبه ده، چې پکې څو پښتو سوچه او د هماغه دور له ګړدود سر مطابقې کلمې شته، چې دا دي:
بگ: لوی، عظیم
اِیر: اور، آتش
مِیر: لمر، آفتاب
زْمیگ: زمکه (ځمکه)
شاه ځوی: شهزاده
دغه وخت زموږ د ژبې لیکدود سامي (عربي) نه و.
 
ولې ژبې بدلون کوي؟
۱:د یوې ژبې زده کړه، هغې ته بدلون ورکوي.
 
هر نسل چې په کومه ژبه ګړېږي ژبې ته بدلون ورکوي. دا پروسه له پخوا راشروع ده، هر نسل چې د پلار په ژبه ګړېږي نو ژبې ته یې بدلون ورکړی.
 
۲:ماشومان ګرامر د لویانو په څېر د دویمې ژبې په ډول نه زده کوي، بلکې څه چې اوري، هماغسې خبرې کوي. په ټولیز ډول ماشومان له مور او پلاره بېله ژبه کاروي.
 
۳: د ځينو وګړو له خوا د څیزونو، خوراکي توکو د نومونو د اخيستلو او د خبرو اترو طرز له نورو توپیر کوي، چې همدا توپیر په ټولنیزه راکړه ورکړه کې څرګندېږي. د دودیزو او تخصصي ژبو ترمنځ توپیر رامنځته کوي، چې ریښه یې په ټولنه کې ده؛ همدا ریښه ژبنی بدلون هم رامنځته کوي.
 
۴: خبرې کول هم ژبې ته بدلون ورکولای شي. انسانان په طبعي توګه چټکې خبرې کوي. دا په دې مانا چې منفرد غږونه د فشار په وسیله ادا کېږي؛ چټکې خبرې ځینې ژبني توکي په سر او اخر کې حذفوي، دغه عملیه بیا تقریباً د ژبې په غږیز نظام کې په دایمي ډول بدلون مومي.
 
۵:مانایي بدلون هم په ژبه کې بدلون راولي. د کلمې مانا هم د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي. ژبپوهان دې پدېدې ته مانایي بدلون وایي. د بېلګې په ډول د انګرېزي د (nice )کلمه د (stupid) په (احمق) مانا وه، چې د تاریخ په بهیر کې یې مانا بدلون کړی او مانا یې مثبته شوې.
 
۶ :له نورو ژبو سره اړیکه هم په ژبه کې بدلون راولي. د مختلفو ژبو له ګړدودونو سره د سوداګرۍ، مهاجرت او جنګ له لارو اړیکې پیداکوي، کله چې دا اړیکې اوږدمهاله شي نو لویان او ماشومان یې زده کړي؛ لویان یې د دویمې ژبې په توګه زده کوي. له دې سره دوه‎ژبي شي. په اوږدمهاله اړیکو کې ژبې له یو بل څخه غږونه، کلمې او رغښت په پور اخلي، چې ښه بېلګه یې په ۱۰۶۶ میلادي کې د نارمن خلکو بریالیتوب دی چې انګرېزي له  فرانسوي څخه ډېرې کلمې واخستې. 
 
موږ که چېرې د یوې کلمې په جوړښت باندې خبرې کوو نو اړ یو، چې د کلمو په ریښو خبرې او څېړنې وکړو.
 
پر ژبو تاریخي نظر اچول او پر بنسټ یې پوهېدل د وخت له غوښتنو سره د ژبې او فرهنګ د بډاینې نښې دي، چې د دې غنامندۍ په نتیجه د ژبو ترمنځ پر اړیکو لا ښه څېړنه کېدای شي.
 
په کوم هېواد کې چې د ژبو ویونکي ډېر وي، له نورو فرهنګونو سره د هغه هېواد لرغونې اړیکې راښیي او د هېواد په فرهنګ کې پخوانۍ نښې راښيي او هم له همدې لارې د قومونو پېژندنه کېږي، چې ژبې یې وڅېړل شي او په تاریخي شالید کې یې د قومي هویت، لیکنۍ بڼه او له نورو ژبو سره یې اړیکې ښې څرګندېدای شي.
 
د ژبو په تاریخي تحول کې بل مهم  اړخ جغرافيايي بحث دی، چې ژبني بدلونونه رامنځته کوي.
 
                      ماخذونه
۱: سترانګ برتون، رزماری دوشین و اریک واتیکیوتیس بیستن (۱۳۹۵)، زبان شناسی ( فاطمه عظیمی فرد و فایقه شاه حسینی) تهران: انتشارات آوند دانش.
۲:فردینان سوسور(۱۳۹۶) ، دوره زبان شناسی عمومی، (ترجمه: کورش صفوی) چاپ ششم، تهران: انتشارات هرمس.
۳:https://fa.m.wikipedia.org/wiki/صفحهٔ_اصلی