جنرال خوشحال سعادت محاکمه کېږي

روهي( نۍ/۱۹ د سلواغې )، د څو ورځو راهیسې د کورنیو چارو وزارت مخکینی لوی امنیتي معین ( جنرال خوشحال سعادت ) په اړه داسې په خواله رسنیو کې داسې ګونګوسې خپرېږي چې جنرال خوشحال سعادت محاکمې ته وړاندې کېږي.
 
 
جنرال خوشحال سعادت یو د هغو حکومتي مشرانو څخه و چې د خپلې دندې پرمهال کله چې دا د ۱۱ میاشتو لپاره د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین و د زورواکانو او د پارلمان د هغو وکیلانو چې په تورو شیشو موټرو او یا نمبر نه لرونکو موټرو کې ګرخي سخت مخالف و او همدې کار له آمله یې د ولس په زړونو کې ځانته ځای پیدا کړی و.
 
 
داسې ګونګوسې هم شته چې پارلمان د ۱۳۹۹ هجري شمسي کال مالي بودیجه هم د لومړي وار سره ځکه تصویب نه کړه چې د پارلمان غوښتنه دا وه چې باید جنرال خوشحال سعادت له دندې لرې شي.
 

اوس په خواله رسنیو او په ځانګړي ډول په فېسبوک کې داسې ګونګوسې شته دی چې د قیصاري په کور باندې د عملیاتو له آمله جنرال خوشحال سعادت محاکمه کېږي خو تردې دمه کومې دولتي رسمي سرچینو د جنرال خوشحال سعادت د محاکمې په اړه څه نه دي ویلي.