معمر القذافي

 معمر القذافي دنړۍ په کچه يو له هغو مشرانو دی ، چې پوره څلوېښت کاله دواک پر ګدۍ ناست دی . په تيرو څلوېښتو کلنو کې قذافي په تدريجي توګه د ليبيا په اوسني هويت باندې بدل شوی . د ده نوم او شهرت دده د هېواد په پرتله  زيات خپور شوی او ورته شخصيتونه د نړۍ په ځينې نور هېوادونو کې هم موندلی شو . دبېلګې په توګه : فېډل کاسټرو په کيوبا ، صدام حسين په عراق  ، کيم اېل سونګ په شمالي کوريا، سوکارنو په اندونيزيا او عيدي امين په يوګاندا کې .
د دغو رهبرانو تر منځ ورته والی په دې کې دی ، چې دوی ټول پر ځان قوي باور او دشخصيت  يو پياوړی کيش لري ، چې ځانونه د هېواد ﻻرښود ، پلار او لوی ښوونکي ګڼي او د نور لويو زبرځواکونو، فشار او حتی پوځي بريدونو ته په اسانۍ تن نه ورکوي او نه تسليميږي .
القذافي په دغو څلويښتو کلونو  کې  له سترو ننګونو او ډيپلوماتيکو کړکيچونو سره مخ شوی دی ، چې دپام وړ هغه يې دلاکربي پېښه ده  دهمدې پېښې له کبله پر ليبيا بنديزونه ولګيدل او طرابلس  تورن کسان  يې وسپارل  وروسته يې بيا د ستونزې  حل ته غاړه کېښوده او زيانمنو کورنيو ته يې 2,7 ډالر ورکړل  . نيويارک ټايمز ورځپاڼه   په ليبيا کې دمعمر القذافي د څلويښت کلنۍ واکمنۍ په اړه کاږي : ( ډګرمن قذافي  حيرانونکی  مشر دی ، لويديځ تر اوسه  نه دی توانيدلی ، چې نوموړی  په ټوله مانا وپيژني او نه نور توانيدلي  ، چې د ډګرمن دشخصيت تل ته ورښکته شي . قذافي په تېرو څلويښتو کلونو کې داسې ضدونقيض کارونه  ترسره کړل ، چې سړی يې په اړه په ډاډه زړه څه نه شي ويلای  له همدې ځايه  ده ، چې ډګرمن قذافي دنړۍ جنجال راپارونکی ولسمشر دی ) .
معمر القذافي  د1942 ز دجولای  پر 7 مه نېټه  په (سرت ) نومي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې کورنۍ يې  په کرنه او دڅارويو  په روزنه بوخته وه او له همدې لارې  يې  خپله ورځ ګوډوله . القذافي د1956او 1961 ز ترمنځ په خپل کلي کې درس ووايه  همدغه مهال نوموړي  له خپلو نورو ملګرو سره يوځای  دانقلابي خوځښت بنسټ  کېښود خو ترې خبر نه و ، چې وروسته به همدا بنسټ   دګردې نړۍ پام دځان لور ته راواړوي .
سره له دې ، چې القذافي په زده کړه کې لاسبری و ، خو دسياسي فعاليت له کبله له ښوونځي وشړل شو له  هماغه کوچنيتوبه  له جمال عبدالناصر څخه اغيزمن و .
 په 1963 ز کې  حربي پوهنتون ته ولاړ او  په 1965 ز کې  ورځينې فارغ شو . وروسته بيا ورسره بخت ياري وکړه  او دانګلستان  په  ساندهرست کې يې  شاهي حربي پوهنتون  ته ورغی .
معمر القذافي له 1969 ز څخه تر اوسه پورې  په رسمي بڼه دليبيا ولسمشر نه بلکې دانقلابي شورا لارښود دی  .
معمر القذافي په 1964 ز  کې د ملتپالو  ضابطانو ډله رامنځته کړه  او په ليبيا کې يې دپاچا ادريس السنوسي پر ضد کودتا کې يې کارنده رول ولوباوه  او له برياليتوب  وروسته  يې  په طرابلس کې جمهوريت اعلان کړ  . ډګرمن قذافي په 1970 ز کې له امريکايي او انګليسي چارواکو سره دخبرو اترو ميز ته کيناست  او دې پايلې ته ورسيدل ، چې له بنغازي  څخه  انګليسي  نظامي اډې ووځي او درې مياشتې وروسته بيا  دامريکا هويلس نظامي اډه هم له سيمې وکوچيده .
فکري تګلوری :
ډګرمن القذافي په 1976 ز کې  دشين کتاب په نوم يو پېړ کتاب وليکه او خپل سياسي افکار يې په کې راغونډ کړل نوموړي په دغه کتاب کې  درېيم نړيوال  نظر وړاندې کړ  او دا يې  دمارکسيزم او پانګوالۍ  له بريده وراخوا وربولي  او په ليبيا کې يې دواک بنسټ بولي .
القذافي په نړۍ کې له ازادۍ غوښتونکو خوځښتونو لکه په هسپانيه کې  دباسک خوځښت  په ايرلنډ کې جمهوري ګوند   ، بوليساريو او فلسطيني خوځښتونو سره بېسارې  مرسته کوله  ځکه خو په 1980 ز کې  امريکايي ځواکونه   دسرت خليج ته ننوتل او دليبيا له ځواکونو سره ونښتل  دليبيادسرتيرو د مقاومت په ترڅ کې شاتګ ته اړ شول ، خو په 1986 ز  امريکا د ډګرمن  قذافي پر دفتر بريد وکړ .
دليبيا او امريکا اړيکې  دلړ ستونزو له کبله  ډېرې ترينګلې شوې دي يو لامل يې خپله دالقذافي فکر تګلوری  ګڼل کيږي  نوموړې  امريکا ته دپانګوانګې دسمبول په سترګه ګوري او له  ترهګرو ډلو ټپلو سره يې په مرسته تورنوي  داړيکو ترينګلتيا هغه  مهال خپل اوج ته ورسيده ،چې په 1986 ز کې  امريکايي الوتکو د القذافي دفتر ترخپل بريد لاندې ونيوه ، خو له نوموړي  سره بخت ياري وکړه  له بريده روغ  رمټ ووت .
 
دلاکربي پېښه :
په 1988 ز  امريکا او انګلستان پر ليبيا تور ولګاوه ، چې دامريکا دهوايي کرښې دېوې الوتکې په نسکورولو کې يې لاس  درلود ، چې په 1988 ز کې داسکتلنډا په لاکربي نومي سيمه کې  راولويده  او په دغه پېښه کې 259 تنه سپرلۍ  پردې سربېره دسيمې 11 تنه  هم دالوتکې دراولويدو له کبله  مړه شول . متحده ايالاتو په  1992 ز کې پر ليبيا اقتصادي بنديز ولګوه  ، خو ليبيا په  2003 ز کې وتوانيده ، چې دغې ستونزې  ته حل لار ومومي  هماغه ، چې عبدالباسط المقرحي او الامين فحيمة يې دسکاټلينډ سترې محکمې ته تسليم کړل ،چې په هالينډ کې محاکمه شي  محکمې المقرحي په عمربند محکوم کړ او ددويم  يې په پېښه کې پړ ونه باله . 
قذافي او ليبيا :
قذافي په 1977 ز کې  د ( الاتحاد الاشتراکي العربي ) په نوم ټولنه جوړه کړه او د ( ملت واک ) نوم يې پرې کېښود ، د1977 ز  دمارچ پر  2 مه نېټه  قذافي ددې ټولنې مشر وټاکل شو او دليبيا نوم يې له ( الجمهورية العربية الليبية ) څخه  ( الجماهيرية  العربية  الليبية الشعبية الاشتراکية العظمی ) ته واړوه  پردې سربېره قذافي د 1979 ز په مارچ کې  د واک او اوښتون ترمنځ جلا والی رامنځته کړ  او د( ستر سيند) په نوم يې دخوږو اوبه يوه پروژه  پيل کړه ، چې دليبيا له دښتو ښارونو ته  دڅښاک اوبه  وليږدوي .
د2003 سپټمبر پر 12 نېټه  دجمعې په ورځ  امينت شورا پريکړه وکړه ، چې له ليبيا هغه بنديزونه ليرې کړي ، چې دشلمې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کې پر طرابلس لګول شوي وو ، خو دا پريکړه دومره اسانه نه وه امريکا او فرانسې  هڅه کوله ، چې ددغې پريکړې پر وړاندې  ستونزې راوپنځوي . د دوی غوښتنه دا وه ، چې طرابلس بايد دفرانسې دهوايي کرښې ( يوتا) هغې الوتکې  دپېښې قربانيانو ته تاوان ورکړي ، چې په 1989 ز کې په نيجر کې  رانسکوره شوه  ليبيا دا ومنله ، چې تاوان به ورکوي .
اتومي دوسيه ، ليبيا او قذافي
 دلندن  دپال مال په سيمه کې دانګلستان څلورو چارواکو له  خپلو ليبيايي سيالانو سره دهوټل په ځانګړې خونه  کې  د2003 ز د ډيسمبر پر 23 مه نېټه  دخبرو اترو په موخه  دميز تر شا ګونډه ووهله  ، ترڅو داخبره باوري کړي ، چې ليبيا به له دې وروسته دپراخو ويجاړونکو وسلو  نه جوړونې  ته ژمنه وي . دغو خبرو پوره 6 ساعته وخت  ونيو ، خو انګليسي چارواکي دخبرو اترو له  بهيره خوښ برېښيدل . په همدغه ورځ ډګرمن نړۍ ته اعلان کړه ، چې طرابلس  دپراخو ويجاړونکو وسلو يو ډول هم نه لري او تاسې کولای شې ، چې ليبيا ته راشې او هر څه له نږدې وګورې  خپله ډګرمن په همدغه ورځ  له CNN  سره په مرکه کې وويل : په خپله راشې .... موږ هېڅ هم نه پټوو .
په دې وروستيو ورځو کې په  رسنيو کې د قذافي نوم بيا زيات تر سترګو کيږي . له يوې خوا د ﻻ کربي پېښې  په عمري قيد محکوم المقرحي د سرطان د ناروغۍ له امله بښل کيږي او له بنده ازاد شو ، چې په خپله ليبيا کې د يوه اتل په توګه ترې هرکلی وشو او د هېواد د مشر په توګه د قدافي هرکلی امريکايان او نور متحدين يې په غوسه کړي .
ټاکل شوې ، چې قذافي به په روان 2009 ز کال کې  امريکا ته وروسته له لسګونو کلنو سړو اړيکو سفر وکړي او د سپټمبر په  23 مه نېټه  به په نيويارک کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په غونډه کې تر باراک اوباما وروسته وينا واوروي .  ويل کيږي ، چې دا حق نوموړي ته له دې امله ورکړل شوی ، چې څو موده  د مخه په افريقا کې د افريقايي اتحاديې د مشر په توګه وټاکل شو .
  دا څرګنده نه ده ، چې په دې وينا کې به  ښاغلي قذافي څه راټول کړي او داځل به يې ګوزارونه پر چا وي  خو په رسنيو کې داسې خبرونه خپاره شوي ، چې نوموړی  غواړي په نيويارک کې خيمه ووهي او همدا راز به له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي ، چې د سويس  هېواد تجزيه شي او د ګاونډيو ترمنځ وويشل شي .
له سويس  سره د ليبيا اړيکې وروسته له هغې خړې پړې شوې ، چې د قذافي زوی  "معتصم بلال القذافي " اوميرمن يې ، په 2008 زکال کې دسويس ژنيو ښار ته د يوه سفر په مهال  په يوه هوټل کې  د خدمتګارانو سره د بدچلند له امله  دڅو ساعتونو لپاره توقيف شول .
  په تير سپټمبر کې که څه هم د هوټل هغه خدمتګارانو خپلې دوسيې له محکمې نه بېرته واخيستې لېکن ليبيا دپېښې له امله سخت غبرګون وښود او پر سويس يې خپل تيل بند کړل او همداراز ددغه هېواد په بانکونو کې يې خپل پنځه مليارده ډالره پانګه هم  وويستله .
وايي يار ژوندی  او کيسې يې پاتې . قذافي ژوندی دی او نورو کيسې به يې وروسته په ډاګه شي . خو يوه پوښتنه دا ده ، چې د قذافي په څېر مشران د جنجالي پېښو زيږونکي دي او که د وخت استعماري ځواکونو هم په دې پېښوکې بنسټيز ﻻملونه دي ؟ ! په دې هکله دې ګران لوستونکي سوچ وکړي او خپلې انګيرنې دې له موږ سره هم شريکې کړي .
مننه