د چينايي (واه واې) شرکت  او لوېدځې نړۍ ترمنځ اندېښنې پر څه دي؟ 

روهي (نۍ/۱۹دد سلواغې)، واه واې د چين د ټېکنالوژۍ شرکت دی، چې د اروپايي هېوادونو په شمول ډېری نورو هېوادونو کې د ټېکنالوژۍ وسايل لکه کمپيوټرونه، موبايلونه او نور توکي يې توليدوي. 

دغه شرکت اوس مهال هڅه کوي چېط د خپلو وسايلو له لارې اروپايي هېوادونو کې د انټرنېټ پنځم نسل يا 5G فعال کړي. د واه واې دغه چارې اروپايي هېوادونه او په ځانګړي ډول امريکا ورخطا کړې ده. 

لوېدځه نړۍ په دې اندېښنه کې ده چې که چېرې واه واې د خپلو وسایلو له لارې د انټرنېټ 5G په لاس کې واخلي  نو د اروپا او امريکا د ټېکنالوژۍ صنعت او رمزي انترونېټ ته به ګواښ پېښ کړي. 

د اروپايي هېوادونو له منځ انګستان له دغه چينايي شرکت سره نېږدې شوی دی او ښايي چې د اروپايي ټولنې او امريکا د مخلفتونو سره - سره بيا واه واې ته په انګلستان کې د پانګونې زمېنه برابره کړي. 

انټرنېټې سوېچونه، ګېټ وېز، رويټرز، د ټېکنالوژۍ پلونه او نور هغه وسايل دي چې واه واې به يې له لارې د 5G چوپړونو په خپل لاس کې واخلي او همدا وسايل د امريکا او اروپايي تولنې د اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.