۵۰میلیونه افغانۍ د هندوانوعبادت ځایونو د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې

روهي(نۍ/۱۹ د سلواغې)، د افغانستان مالیې وزارت، د هندو او سک مذهبه لږکیو د اتو عبادت ځایونو د بیارغونې لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار سنګ پال سینګ خالصه وايي په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د هندو او سک لږکیو ژوند ښه کېدا پام کړی دی د افغانستان مالیې وزارت وايي دا لومړی ځل دی چې په ملي بودیجه کې د هندوانو او سکانو د عبادت ځایونو د بیارغاونې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.
افغان هندوان وايي په ټوله کې په دغه هېواد کې ۱۸ عبادت ځایونه او سیمې شته چې ددوی په ټکو بیارغاونې ته یې اړتیا لیدل کیږي. دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي بي بي سي ته وویل، د تېرکال په مالي بودیجه کې یوازې دوه میلیونه افغانۍ د هندو او سیک مذهبو لږکیو د عبادت ځایونو د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې وې:
"ددغه پیسو د لګښت هدف ددوی خپلو لومړیتوبونو پر اساس د مذهبي ځاینو بیا جوړول دي چې دا په بېلابېلو ولایتونو کې دي. د پوهنې، لوړو زدکړو وزارتونو او نورو ادارو له خوا هم دوی یوشان خدمات وړاندې کیږي. موږ پوهېږو چې دا پیسې یې اړتیا ته بسنه نه کوي، خو د اوس لپاره ښه اقدام دی. موږ کوښښ کوو چې دا ډول مواردو ته ډېره رسیدګي وکړو، ښايي راتلونکو کلونو کې دغه بودیجه زیاته شي