چين کې يو (۳۰ ساعته عمر لرونکی) ماشوم پر کرونا ويروس اخته شوی 

روهي (نۍ/۱۹ د سلواغې)، د همدې مياشتې په لومړی کې زږېدلی ماشوم ديرش ساعته وروسته کرونا ويروس نيولی. دا تر ټولو کم عمره لرونکی کس دی چې په دې ويروس اخته کيږي. 

دغه ماشوم  ۳،۲۵ کيلو ګرامه وزن لري او ډاکتران وايي چې اوس مهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی. 

راپور کې ويل شوي دي چې ماشوم ته دغه ويروس له خپلې مور  لېږدول شوی دی. روغتياپالان وايي چې ماشوم له زېږدنې وړاندې د مور په رحم کې په دغه ويروس اخته شوی وو. 

دا پېښه په خپل ذات کې بې سارې ده ځکه چې د کرونا ويروس لېږد په ماشومانو کې کم رنګی دی.