عبدالرشيد دوستم

 سپينتمان
   ټول افغانان د يوه ملي حکومت  د رامنځته کيدو په هيله له کلونو کلونو سترګې په ﻻر دي او دوعاګانې کوي ، خو دا ﻻ څرګنده نه ده ، چې په داسې هېواد کې چېرته چې يو قوم په خپله په خپل ځان کې د بدلون ټينګه  اراده نه ده کړې او نه يې په هېواد کې داسې يو پياوړی سياسي ځواک او بنسټ شته ، دا دعاګانې ومنل شي او که نه   ؟
  که خدای پرې ورحميږي او داسې يو پياوړی ملي حکومت ، چې تر اوسه يې څرک نه لګيږي رامنځته شي ، د ډېرو ناخوالو د ليرې کولو تر منځ زموږ په فکر کې دا هم  راګرځي ، چې بايد ملي خائينين او جنايتکاران محاکمه شي .
   د ملي خائين د کلمې په اوريدو سره  زموږ په ذهن کې يو څو نومونونه وار د واره په لومړی ليکه کې دريږي ، چې يو يې بې له شکه جنګساﻻر جنرال عبدالرشيد دوستم دی .
  زموږ ډېر خلک دداسې يوې ورځې هيله لري ، چې تر محاکمې وروسته  د نوموړي په زندۍ شوی راځوړند مړی په يوه دار يا سنګسار کې ووينې .  دا هيله نه يوازې د هغه پښتنو ميندو او پلرونو ده ، چې په زرګونو بچيان يې د ليلي په دښته کې په کانټينرنو کې وژل شوي  بلکې ددغه وينې زبېښونکي جنګساﻻر له ﻻسه يو زيات شمېر د ازبکو کورنۍ هم  بې پته شوي او بچيان يې يتيمان شوي دي .
مشهور جنګسالا عبدالرشيد دوستم  وروسته له هغې له افغانستان ووت ، چې دترکمنو له مشر اکبر بای سره ېې شخړه راپورته شوه او دڅارنوالۍ  له ډاره او له ولسمشر کرزي سره داختلاف لامله ترکيې ته ددرملنې په پلمه ولاړ نوموړی نږدې پنځه مياشتې په ترکيه کې  مېشت شو .
دافغانستان دولسمشر وياند حميدزاده په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وويل : دوستم حق لري ، چې افغانستان ته راستون شي او ديو عادي (شهروند!!) په توګه ژوند وکړي دوستم له خپلې دندې ګوښه شوی دی ، خو په افغانستان کې دژوند حق لري .
اوس ، چې افغانستان د ټاکنو په درشل کې  دی او دمعاملو بازار هم تود دی نوموړی بېرته افغانستان ته راستون شو له دې معلوميږي ، چې له ولسمشر سره کومې معاملې ته رسیدلې دی .او کيدی شي بلخ ته له دې امله تللی وي ، چې د يوه بل جنګساﻻري عطامحمد مخنيوی وکړي ، چې عبدالله عبدالله ته يې کمپاين پيل کړی دی .
دهمايون حميدزاده پر مطبوعاتي کنفرانس لا څو ګړۍ نه وې تېرې شوې ، چې بېرته خبري رسنيو ته له ارګه يوه خبرپاڼه واستول شوه او په کې کښل شوې و:  جنرال دوستم  دافغانستان دوسله والو ځواکونو دسرقومندانۍ لوی درستيز دی او دپخوا په څير پر خپله دنده پاتې دی او ددغه پوست له هر ډول امتيازاتو څخه برخمن دی .
جنرال دوستم له ازبکستان او ترکيې سره نږدې  اړيکې لري  نوموړې ، چې دلوی څارنوال په امر په خپل کور کې محاصره و  دترکيې  هېواد يې دخلاصيدو غوښتنه کړې  وه . (1)
د بي بي سي د رپوټونو له مخې ، په کابل کې د امريکې سفارت افغانستان ته د جنرال عبدالرشيد دوستم په ستنېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي په اوسنيو حساسو شيبو کې چې په افغانستان کې د ټاکنو لپاره تابياوې نيول کېږي دغه هېواد ته د ښاغلي دوستم ورتگ د خلکو په منځ کې شته پوښتنې يو ځلې بيا راولاړولاى شي .
له دغه سفارته په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي چې نوموړي او د هغه پلويانو په تير کې تر ډيره له بشري حقونو سرغړونه کړې .
خو افغان حکومت وايي چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په کورنيو چارو کې يې د نورو له خوا لاس وهنه وشي . (2)
د دوستم د بېرته راګرځيدو لپاره نه يوازې د حکومت او په ځانګړې توګه د ښاغلي کرزي لخوا شين څراغ  ورکړ شو بلکې ، په مصنوعي توګه داسې غونډې او ﻻريونونه د دوستم د مليشو لخوا تر سره شول ، چې خلک (؟)  غواړي ، چې دوستم دې هېواد ته راستون شي .
   د دوستم په هکله  د زلمي خليلزاد يوه خبره ، چې په يوه شخصي مجلس کې کړې وه ، د پاملرنې وړ ده  . خليلزاد ويلي : ((دوستم د يوې فاحشې حيثيت لري ، چې اخستل او کرايه کول يې اسانه کار دی او هر څوک ، چې ډېر امتياز ورکوي د هغه په خدمت کې دی ليکن خطرناکه يې دا نور دي  لکه قانوني ، عبدالله عبدالله ، چې د ستميانو او پښتنو ضد ډلو ټپلو تيوريسنان دي  . ) )
  راځئ چې د خپل قضاوت د بشپړولو لپاره ددغه جنګساﻻر ژوند او کړو وړو ته ځير شو او وګورو ، چې کورنيو او بهرنيو کړيو له دوستم نه څنګه رستم (!) جوړ کړ :
عبدالرشيد دوستم په ۱۹۵۲ ز کال کې  د جوزجان وﻻيت د ((خواجه دوکوه )) په سيمه کې زېږيدلی . پرافغانستان باندې د شوروي سرو لښکرو د پوځونو د يرغل پر مهال نوموړي د افغانستان په شمال کې د ګازو د معدن  د يوې کارګري اتحاديه مشرتوب نه  د ازبکو مليشو قوماندانۍ ته غوره شو او دکابل شوروي پلوه  حکومت په خدمت کې وګمارل شو . تر 1980 ز کال پورې هغه يوازې يو پوځي قوماندان و ، چې د شلو زرو شاو خوا مليشې يې درلودې او دببرک کارمل د حکومت په چوپړ کې و. (3)
   د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال نوموړی ډير ځواکمن شو او  د افغانستان په شمال کې  يې ډېر ځواکونو درلودل .
  د دوستم  مليشاو  به  په کابل يا هر کوم بل ښار کې ، چې ګرځيدل ځوانانو( نجونو او هلکانو) به خپله ﻻر ورنه  چپ کوله ، ځکه که چا ته به يې خوښه شوه نو په زور به يې هم له ځانه سره بيول او پر ناموسونو به يې تيری کولو او حکومت هم دوی ته هېڅ نه ويل .  دغو مليشو دوه دندې پېژندې د پيسو په مقابل کې جګړه او پاتې وخت عياشي او چور و چپاول .
 يوه ورځ د لويې پکتيا مشران ډاکټر نجيب ته ورغلي و او له ده يې غوښتنه کړې وه ، چې ازبک مليشې زموږ سيمو ته مه راليږئ او که نه موږ به يې په مقابل کې وجنګيږو . ډاکټر نجيب په غوسه ورته ويلي و ، چې دوستم زما لپاره جنګيږي تاسو زما لپاره جګړه کوی ؟ د پکتيا خلکو ته دا ننګ ښکاريده ، چې د يوه ګوډاګي حکومت څخه دې پلوي وکړي .
   د ډاکټر نجيب په حکومت کې دوستم دومره  ځواکمن شو ، چې دده په ائتلاف سره شمال ټلوالې وکولی شول ، چې د ډاکټر نجيب حکومت نسکور کړي او د دوستم لومړنۍ خبره دا
وه : ((نجيب فاشست !) ) .
  تر ببرک کارمل وروسته جنرال عبدالرشيد دوستم  د رباني په چوپړ کې شو او حتی يوه لنډه موده يې د ګلبدين حکمتيار له اسلامي حزب سره همکاري وکړه . وروسته نوموړی د افغانستان شمال کې پاتې شو اوپه 1997 ز کې دشپږو وﻻيتونو شاو خوا يې په ولکه کې وو ، چې ځانته يوه پاچاهي يې رامنځته کړې وه او پلويانو به يې دوستم پاچا بللو .
  د طالبانو غورځنګ په راټوکيدو سره  د دوستم د پاچاهۍ ټغر ورو ، ورو ورټول شو او وروسته له دې ، چې دبلخ مرکز مزار شريف د طالبانو ﻻس ته ورغی ، دوستم ترکيې ته وﻻړ .
  څو موده وروسته له ترکيې نه بېرته ته افغانستان ته راستون شو او دشمال ټلوالې له يو بل جنګساﻻر احمدشاه مسعود سره يې د طالبانو پر ضد همکاري پيل کړه .
  په 2001 ز کال کې د سپټمبر په مياشت کې د شمال ټلوالې قوماندان احمد شاه مسعود په مرموزه توګه ووژل شو او جنګساﻻر  قسيم فهيم قومانده په ﻻس کې واخيسته ، چې دوستم يې ملاتړ وکړ .
  د  امريکا لخوا د طالبانو حکومت په نسکورولو کې جنرال دوستم ونډه واخيسته او دواړه خواووې په جګړه کې د سختو جنګي جنايتونو مرتکب شول .
رسنيواو دبشر دحقوقو د خوندي ساتلو ځينو بنسټونو رپوټ ورکړى چې ٢٠٠١م کال کې په افغانستان کې د ازبک ګلمجم مليشو  قومندان عبدالرشيد دوستم په لاس چې امريکا يې ملاتړ کاوه په زرګونه تسليم شوي  طالب بنديان په ډليزه توګه وژل شوي دي.
 رپوټ وايي، د بوش حکومت اندېښنه لرله چې که د دغې ټولوژنې په اړه څېړنه وشي ښايي د کرزي د لړزانده حکومت ستنې يو ځل بيا په ښورېدو شي. رپوټ کاږي چې د سره صليب ادارې د دغې ټولوژنې په اړه دڅېړنو غوښتنه کړې خو سپينۍ ماڼۍ په دغو کسانو فشار راوست چې له خپلو څېړنو تېر شي. دسپينې ماڼۍ چارواکو ويلي وو چې په افغانستان کې هيڅ داسې څه نه دي پېښ شوي چې په اړه څېړنې وشي او خيرت خيرت دي، داځکه چې سپينې ماڼۍ د استخباراتو ادارې (سي آی اې) د قتل عام پر وخت جنرال عبدالرشيد دوستم ته معاش ورکاوه.په رپوټ کې راغلي چې څېړونکو د کرزي له ادارې هم غوښتنه کړې وه چې دوى ته دڅېړنو زمينه برابره کړي خو کرزي يې هم په کلکه مخالفت کړى وو.  (4)
 
د دشت ليلي  قتل عامونو ښايي د ٢٠٠١ راپدې خوا تر ټولو پراخ ډله ايزي وژني او قتلونه وي.  پدې جنگي جنايت کي د دوستم لاس په داسي وخت کي رابرسېره کېږي چي هغه د حامد کرزي مهم ملگرى دى.  د جنگي جناياتو  د څېړولو لپاره د متحده ايالاتو پخوانى سفير ښاغلى پراسپر وايي: "که چيري تاسو دوستم بېرته حکومت ته راولئ، دا به ضرور پر ډيموکراسۍ، پر حکومت او هم د خلکو پر اعتماد باندي اغېزه وښندي. هغه ټينگار کوي چي د اوباما حکومت بايد هرو مرو د ٢٠٠١ د  قتل عامونو په اړه تحقيقات شروع کړي.  هغه زياتوي، "د انصاف او عدالت لپاره هر ځآى او هر وخت مناسبه موقع او ځآى دى ."  (5)
  د دوستم د خياناتونو او جنګي جنايتونو دوسيه  دومره لويه ده ، چې زموږ د لوستونکو دلوستلو له حوصلې وتلې خبره ده .
د خواشينی ځای دا دی ، چې دوه ورځې وروسته د جمهوري رياست د ټاکنو پايلې په ډاګه کيږي او نښې نښاني دا ښيي ، چې کرزی بيا دجمهور رئيس په توګه پاتې کيږي لېکن  دا ځل  به د جنګساﻻرانو د واک برخه نوره  هم غوښنه وي ، ځکه ددوی په زور راځي او هغه د کرزي پخوانی محبوبيت هم نشته .
   کله چې د ببرک کارمل د مرګ خبر خپور شو په يوه مجلس کې يوه ځوان ليکوال او فرهنګي وويل ، چې زه ډېر زيات خواشنينی شوم ! نورو ترې وپوښتل ، دا څنګه امکان لري ، چې ستا غوندې يو هېواد پاله دده په مرګ خواشينی شي !  دغه ليکوال په ځواب کې ورته وويل ، چې له مرګ نه خو هېڅوک خلاصون نه لري ، خو د کارمل په داسې بې محاکمې طبعي مرګ خواشينی يم !
  هو هغه به ډېره  بده ورځ وي ، چې د دوستم په شان جنګساﻻران بې له محاکمې له دې نړۍ نه رانه خلاص شي !!!
 
 
1_ روهي ويب پاڼه ، خبرونه ؛
2_ بي بي سي  خبرونه ؛
3_ويکيپيديا ؛
4_شهلا وردګ ،(( د دوستم په جناياتونو کې کرزی هم ورشريک دی )) ، غورځنګ ويبپاڼه ؛
5_هاری ، ((د دوستم د جنگي جناياتو دوسيه )) ، دعوت ويبپاڼه .