چارواکي وايي، ننګرهار کې ۲۸ وسله وال طالبان د سولې پروسې سره يوځای شول

روهي( نۍ/۱۹ د سلواغې )، د ننګرهار والي وايي، د ملي امنيت رياست په هلو ځلو دې ولايت کې ۲۸ تنه وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يوځای او خپلې وسلې يې هم حکومت ته تسليم کړې.
 

دغو وسله والو د سلواغې په ۱۹مه د ننګرهار د ملي امنيت رياست کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي پر وړاندې خپلې وسلې امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.
 
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خبريالانو ته وويل، د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۲۸ تنه وسله وال طالبان چې له جګړې ستړي و او نوره يې د جګړې توانمندي هم نه درلوده، سولې بهير سره يوځای شول.
 
نوموړي زياته کړه، دې وسله والو چې د ننګرهار خوږياڼو، هسکې مېنې، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې فعاليتونه کول خپلې درنې او سپکې وسلې يې هم امنيتي ځواکونو ته وسپارلې.

د نوموړي د مالوماتو له مخې روان کال دغه ولايت کې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۱۴۲ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځای شوي دي.

هغه له يادو وسله والو غوښتنه وکړه چې له نورو ملګرو سره اړيکه وکړي چې له جګړو څخه لاس واخلي او د عامو افغانانو د ژوند ژغورلو په برخه کې مرسته وکړي.