محمد اسماعيل يون

 د افغانستان پياوړي ليکوال او فرهنګيالي محمد اسماعيل يون د افغانستان په خپرنيز فرهنګي تاريخ کې د 33 کتابونو له يوځايي چاپ سره رېکارډ ټينګ کړ. په دغو کتابونو کې يو شمېر يې پخواني اثار دي ، يو شمېر يې بيخي نوي دي او يو شمېر يې د بېلا بېلو پخوانيو مقالو راټولونه ده .چاپ ته د 33 کتابونو برابرول ، د پخوانيو موادو لټون او راټولول ،د هغو له سره کمپوز  او څو څو ځلې اېډېټ او بيا د هغو چاپ او د سي ډي په بڼه د هغو چمتو کول رښتيا چې يو نادر کار دی او د غره غوندې حوصله غواړي . او بيا د داسې يوه سړي لپاره ، چې په يوه وخت کې په څو مورچلونو کې جنګيږي . خو له داسې يو سړي څخه چې د ژوند هره شېبه يې په يون کې ده ، فکر يې په يون کې دی او له ځان سره يونونه پنځوي، څه نا اشنا کار هم نه ښکاري ، بلکې د همداسې رېکارډونو تمه ترې کيږي .
يون چې ښه او بدپېژندلي د ټولنيز يون او خوځښت په فکر کې دی .په خوشال خان لېسه کې له ټولنيزو تحريکونو را نيولې بيا د خوشال فرهنګي ټولنې په جوړولو او بيا د ډېرو نورو ټولنو په چلولوکې د ده ونډه روښانه او ځلانده ده .د يون ، يون بې هدفه نه دی بلکې هر پړاو يې له ارمانونو او ارزښتونو سره تړلی او په هر پړاو کې ايسار او قربانۍ ته ولاړ دی او غاړه يې هم د پرديو او هم د خپلو ګوزارونو ته هسکه نيولې وي او په يوه وخت کې يې ژبه ، قلم او پښې د خپل  قام د ويښتيا لپاره چليږي. که د يون د ژوند له پړاونوو ، هڅو او هاند سره يو څه نور هم ځانونه اشنا کړو، نو څرګنده به شي چې لا نور ډېر رېکارډونه په مخ کې پراته دي  .
  ښاغلی يون د پښتو په فرهنګ او ادب کې ښه نوم ګټلی او په سياسي ډګر هغه وخت ښه وځليده ، چې د افغان دښمنه کړيو ( ستميانو ، افغانستانيانو ، خراسانيانو ، شمال ټلوالې او نورو ) لخوا ، په ده پسې پروپاګنده پيل شوه او دا داسې مهال و ، چې په افغانستان کې دوهمه سقاوي ښه  ځواکمنه وه او د جنګساﻻرانو له خوا څو ځلې د ښاغلي يون د ترور کولو پلانونه جوړ شول خو له نېکه مرغه خپلو شومو اهدافو ته ونه رسيدل .
  نن سبا بيا هم په انټرنېټ پاڼو کې په ښاغلي يون پسې ليکنې کيږي ، چې څوک يې د حسادت له مخې ، څوک يې د عادت  له مخې او څوک يې هم  هېواد ته د خدمت په موخه  ليکي .
  بايد وويل شي ، چې هر څوک د ښاغلي يون په شمول دخپلو سياسي تګلارو او چلند لپاره  دﻻيل لري او موږ دا نه وايو ، چې څوک رښتيا وايي او څوک درواغ او په دې هکله پرېکړه او حکم به خلکو او تاريخ ته پرېږدو.خو موږ پښتانه تل دا خبره کوو ، چې موږ  د تورې او زور نه کار اخلو او په توره يې ګټو او په سياست يې بايلو .
ځينې کارپوهان او فرهنګيان اوس په دې اند دي ، چې له دولت نه په تجريد کې  ژوند کول يوازې دښمنانانو ته  د زيات فعاليت  لپاره د زمينې برابرول دي ، ځينو نورو ته بيا په داسې يو مافيايي اوفاسدحکومت کې کار کول په خپله لوی جرم ښکاري . دا يو بل بحث دی او په دې هکله بايد ټول  په ګډه سوچ وکړي .
  په هر صورت زما په اند  ، مخکې له دې چې دا ډول ليکنې او څرګندونې د انټرنېټ پر پاڼو او نورو رسنيو کې خپرې شي غوره به دا وي ، چې فرهنګيان په خپلو کې د بحث او تفاهم لپاره زمينه مساعده  کړي او د نه قناعت په صورت کې دې بيا د خپلې خوښې  چار تر سره کوي .
  راځئ چې د زيات مالوماتو لپاره د ښاغلي يون  زوکړې ، زده کړې او د ژوند نورو اړخونو ته ځير شو :
  محمد اسمعيل يون د محمد خان زوی ،دکب په 18 مه ، 1346 کال کې د لغمان وﻻيت د الينګار ولسوالۍ د الوخيل په سيمه کې زيږيدلی .
  زده کړې يې ، د سلينګار لومړنی ښوونځی (لغمان )، خوشال خان ليسه ( کابل ) ، دکابل پوهنتون د ژبې او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه  تر ماسټرۍ پورې ، ترسره کړي .
 دندې :
·        له 1370 کال راهيسې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د کدر غړی دی ؛
·        د تيرو شلو کلونو په بهير کې د يو شمېر هېواد مېشتو او بهر مېشتو افغاني کلتوري ټولنو غړی او استازی  ؛
·        د شمشاد ، هيلې او کابل پوهنتون  مجلو کتونکی ، د قلموال جريدې مؤسس او ديو شمېر نورو مجلو دکتونکې ډلې غړی   ؛
·        په ختيځو وﻻيتونو کې د بېړنۍ لويې جرګې لپاره د انتخاباتي چارو مسؤل  ؛
·        دبېړنۍ لويې جرګې لومړنی  انتخابي منشي ؛
·        په ختيځو وﻻيتونو کې د اساسي قانون د تدوين او تدقيق د کميسيون د داراﻻنشا غړی ؛
·        د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د ملي امنيت  شورا دفتر کې د فرهنګي چارو رئيس  .
·        د افغانستان او پاکستان  تر منځ د سولې ګډه جرګه کې  د افغانستان له لوري منشي .
د دندو تر څنګ يې ځينې نور مهم کارونه هم تر سره کړي :
·       د تيرو شلو کلونو په بهير کې د لسګونو علمي ، ادبي ،  ټولنيزو او سياسي سيمينارونو ، ورکشاپونو ، مشاعرو او غونډو جوړول ؛
·       په سلګونو کورنيو او نړيوالو ورکشاپونو، سيمينارونو کې  ګډون او ويناوې ؛
·       په سلګونو راډيويي ، تلويزيوني او انټرنيټي بحثونو کې ګډون او د خپلو ملي وياړونو  او ارزښتونو ملاتړ ، پالل او ځلول .
·       د سلګونو ځوانو  فرهنګيانو روزل ، هڅول او پالل  ؛
·       د يو شمېر نورو  افغان فرهنګيانو په ملګرتيا په افغانستان کې په شخصي توګه د کتابونو د چاپ دودول .