ولسمشر ماشومانو ته په خطاب کې: ستاسو په څېرو کې عالي درجو ته د رسېدو جرئت او قوت ښکاري

روهي( نۍ/۱۹ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني د خوست ولایت د شهید سلطان محمود خیرخواه روزنتون ماشومانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړی د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې حسنا جلیل د ماشومانو د حقونو ملاتړ پالیسۍ او د ماشومانو د حقونو ملاتړ لپاره د مشورتي پروسې پیلولو، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر ۱۸ کلنۍ د کم عمره ماشومانو د ګمارل کېدو مخنیوي او د پولیسو له لوري په غوره ډول د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون ساتنې په اړه، مالومات ورکړل.

هغې زیاته کړه، موږ لومړی دغه پروسه د دارالتادیبونو او روزنتونونو ماشومانو څخه پیل کړې چې د خوست ولایت روزنتون ماشومانو په متفاوت ډول زموږ کوربه توب وکړ.
حسنا جلیل وویل، موږ د ملي پولیسو په استازیتوب د دې ماشومانو ملاتړ کوو او زیاته یې کړه، دغه ماشومان د یووالي، یو بل منلو او راتلونکې ته پاملرنې ارزښتونو پر اساس ژوند کوي او هر یو یې غواړي د ټولنې د ګټورو افرادو په توګه راڅرګند شي.

وروسته د خوست والي محمد حلیم فدایي خبرې وکړې او یتیمانو او بې سرستو ماشومانو ته د ولسمشر د پاملرنې او دا چې د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون یې توشیح کړ مننه وکړه وې ویل، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره ۴۳۸۹ شهیدان ثبت شوي دي.

هغه د خوست ولایت د ماشومانو حمایوي مرکز د ودانۍ د تجهیز او پراختیا، د دولتي کارکوونکو ماشومانو لپاره د وړکتون جوړولو، د شهیدانو کورنیو ته د سرپناه برابرولو او د خوست ولایت د ماسټر پلان د نهایي کولو غوښتنه وکړه.