ډاکټر عبدالله عبدالله او ملګرو يې کابل کې د ايران د اسلامي انقلاب د بريا کليزه ولمانځله

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد کريم خليلي، محمد محقق او يو شمېر نورو سياسي او حکومتي څېرو کابل کې د ايران د اسلامي انقلاب د بريا کليزه ولمانځله. 

دغه افغان سياسيونو د ايران ولس او حکومت د اسلامي انقلاب د بريا د ۴۰ کليزې مبارکي ويلي او ياد انقلاب په تاريخ کې د يوې مهمې نقطې پيل بللی. 

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان جهاد او وروسته د طالبانو پر وړاندې د دوی په جګړه کې د ايران د مرستو او همکاريو مننه کړي. 

کابل کې په داسې وخت کې د ايران د اسلامي انقلاب د بريا کليزه لمانځل کيږي، چې يو شمېر افغان سياسيون او عام ولس ايران د افغانستان په کورنيو چارو کې په لاس وهنې او کړکېچ ته په لمن وهنې تورونوي.