علي اکبر هاشمي رفسنجاني

 داسې ښکاري ، چې دايران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني له سياسته لاس نه اخلي  ته وا، له سياسته بهر ورته  ژوند خوند نه ورکوي  کټ مټ لکه کب ، چې له اوبو پرته ژوند نه شي کولای  . سره له دې ، چې رفسنجاني  د( مجلس شورای اسلامي  او د دولسمشرۍ  په نهمو ټاکنو کې )  دبري تر درشله رسيدلی  ، خو داځل ورسره بخت  ياري ونه کړه  دغو ناکاميو يې زړه ونه واهه  ، بلکې نور يې هم دا سېک ورکړ ، چې له منځلارو څخه  نوې سياسي جبهه  رامنځته کړي  وروسته بيا له دې  فکر څخه واوښت او دخپل سياسي شخصيت دپياوړي کولو په لټه کې شو ځکه دخپلو سيالانو  له اړخه  له سختو نيوکو سره مخ شو  او له نظام سره يې  معامله وکړه  په دې مانا ، چې نور به  له اجرائيوي  چارو لاس اخلي  او د يو څارونکي په توګه به خپل سياسي ژوند تضمينوي  هماغه و ، چې داوښتون لارښود  علي خامنئي فرمان صادر کړ ، چې هاشمي رفسنجاني به له دې وروسته  دتشخيص مصلحت نظام مشر وي دا ارګان  په ايران کې  اجرائيوي ، قضايي او تشريعي  واکونه  له  نږدې څاري  .
ايران  تر ډيره پردې وتوانيده ، چې  په ټاکنو کې داحمدي نژاد ددوهم ځل کاميابيدو راوروسته تاوتريخوالی  په خپل کنټرول کې راولي  په دې برخه کې سپاه پاسداران  سياسي او امنيتي دواړه وسيلې وکارولې  . اوس ، چې ايران يو څه دارام ساه واخيسته  په کور دننه او بهر  مطبوعاتي جنجالونه او شخړې يو څه سړې شوې  نو دمنطقي سوچ وخت  شنونکو ته په لاس  ورځي د ټاکنو دپايلو په اړه دولس دبې باورۍ کړکيچ  داسلامي جمهوريت  (!) بڼه يو څه پيکه کړه  د احمدي نژاد له سختو مخالفينو يو هم زموږ داونۍ څيره  هاشمي رفسنجاني دی ، چې احمدي نژاد په تېرو ټاکنو کې هم له سياسي ډګره وويست او ايرانيانوته يې داسې احساس  ورکړ ، چې نور بايد پخوانۍ حاکم پاړکې  ، چې له سره نيولې تر پښو په فساد او درغليو کې راښکيل دی  له واکه  ليرې وساتل شي دغه مهال احمدي نژاد وتوانيده ،چې دخپل راديکال شخصيت له مخې ،چې ګردو ايرانيانو ته څرګنددی او ژوند يې دهاشمي په څير دبډايه سياستوالو په څېر نه دی ، او له بيوزلو  سره  جوته مېنه لري ، خپل دين ته ژمن دی ، دبهرني فشار پر وړاندې له خپله دريځه نه تيريږي  دغو او نورو ځانګړنو  داحمدي نژاد لومړۍ واکمني  دايران په تاريخ  کې دبدلون او اوښتون  ټکی وباله او هاشمي رفسنجاني او نور ، چې دوخت پر تيريدو يې  دومره شتمني او پانګه تر لاسه کړې ده ،چې اوس يې ايرانيان  ( شاه دوم ) بولي له سياسي ډګره وويست  ځکه احمدي نژاد ولايت فقيه ته خپل ټول خلوص او ژمنتيا په زباد ورسوله  له دې وړاندې  ولايت  فقيه څلور کاله  له هاشمي رفسنجاني سره په واک کې شريک و او څلور نور بيا له خاتمي سره په  ستونزو او شخړو کې راګير داحمدي نژاد راديکالي تګلارو  دپخوانيو سټو بنسټونه  ، چې په سر کې يې رفسنجاني و دومره کاواکه کړل ، چې دايران ښاروال  قاليباف ، دپارلمان پخوانی مشر ناطق نوري  او دپارلمان نوی  مشر علي لاريچاني  ګرد داحمدي نژاد له مخالفينو څخه  وشمېرل شول .
 علي اکبر هاشمي رفسنجاني دايران په معاصر تاريخ کې مشهوره سياسي او ديني څيره ده هاشمي د1934 ز داګسټ پر 25 نېټه  دکرمان ولايت  درفسنجان  ښار  په بهرمان  سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستی  پلار يې  ميرزا علي هاشمي  او مور يې  صفريان نوميږي  خپله  رفسنجاني وايي  زه سيد نه يم  او هاشمي تخلص مې ځکه غوره کړې ، چې زما نيکه حاجي  هاشم نوميده .
هاشمي به دپنځو کلو و ، چې دخپل ورور قاسم په ملتيا يې  د وخت  دوديزې  زده کړې  پيل کړې  کله ، چې هاشمي د14 کلو شو د کاکا زوی محمديې ورته  مشوره  ورکړه  ، چې دنورو ديني زده کړو لپاره قم ته  ولاړ شه  هماغه و ، چې نوموړی  قم ته روان شو او هلته يې دوخت دمشهورو استادانو لکه  بروجردي ، امام خميني ، داماد ، ګلپايګانی ، شريعتمداري ، جايري يزدي ، نجفي مرعشي ، علامة طباطبائي ، زاهدي او منتظري ته  زنګون مات کړ  . او دشلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې دحجة الاسلام  رتبه  تر لاسه  کړه دا له ( ايت الله ) له هغې څخه يوه رتبه  ټېټه ده .
هاشمي خپله کاږي :په 1377 ل کال ، چې دحجة الاسلام  سيد محمد صادق مرعشي لور يې راته وغوښته  مېرمن مې له  روحاني کورنۍ  سره تړاو لري  ددغه واده پايله پنځه  اولاده  ( فاطمة ، محسن ، فائزة ، مهدي ، ياسر ) دي .
دشلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې  هاشمي د محمد رضا پهلوي  پر ضد دخطبواو ليکنو له  لارې مبارزه  پيل کړه او د( فدايان اسلام ) په نوم  له ډلې سره ، چې د شاه مخالفه وه يو ځای شو په 1963 ز کې  ونيول شو او عسکري ته يې واستوه  په نظامي قرارګاه کې يې دڅو مياشتو په ترڅ کې دوسلې کارونه زده  او بيا له همدې قرارګاه څخه په تېښته بريالې  شو ، خو بخت ورسره ياري  ونه کړه  په 1964 ز کې دا ځل  دايران دلومړي  وزير  دترور په پېښه کې دلاس درلودنې په تور ونيول شو او 5 مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې  په 1967 ز کې د درېيم ځل لپاره ونيول شو او 3 مياشتې په زندان کې و دا ځل يې  ځکه ونيوه ، چې دشاه پر سر دتاج اېښودو له مراسمو سره يې مخالفت  کړی و په 1971ز کې دڅلورم ځل لپاره ونيول شو دا ځل يې له مجاهدين خلق سره همکاري درلوده  او 7 مياشتې په زندان کې و . په  1972 ز کې دپنځم ځل لپاره  ونيول شو دا ځل يې پړه داوه ،چې دزندانيانو له کورنيو سره يې مرسته کړې وه  يوه  نيمه مياشت په زندان کې  و . په 1975 ز کې  ونيول شو او پوره درې کاله په زندان کې و دا ځل يې هڅه کوله ، چې دمجاهدين خلق لپاره سمه او کره  تګلار رامنځته کړي  د هاشمي له انده مجاهدين خلق له خپلې ار تګلارې  بل لور ته روان شوي و  دولسي فشار په ترڅ کې پاچا اړ شو ، چې په 1978 ز  کې يې له زندانه  ازاد کړي  .
کله ، چې په 1979 ز کې په ايران  کې داوښتون  بڅرکي  پورته شول  خميني دانقلابي شورا غړی وټاکه ، چې 1980 ز پورې  دايران  واکمنه شورا  وه . رفسنجاني  په 1979 ز  کې داسلامي جمهوريت ګوند په جوړولو کې  ونډه درلوده .  په 1980 ز کې پارلمان ته  وټاکل شو او دپارلمان  رئيس شو ، چې له پراخه  صلاحيتونو څخه برخمن و پردې سربېره رفسنجاني  تر 1989 ز پورې  دحکومت دوياند په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
رفسنجاني په ايران  کې  يو شمېر مهمې دندې ترسره کړې دي لکه په 1979 ز  د کورنيو چارو وزير ، په 1988 ز کې دوسله والو ځواکونو مرستيال  رفسنجاني  له خپلو دغو دندو دځان په اړه ډېره ګټه پورته کړې ده او په ايران کې يې دواک له کړيو سره ځان نږدې کړی 
هاشمي دلومړي ځل  لپاره  په 1989 ز کې  دايران ولسمشر  شو وروسته بيا ددوهم ځل لپاره د1993 ز دجون پر 11 مه  بيا هم په ټاکنو کې ګټونکې اعلان شو  هاشمي دخپلې واکمنۍ پر مهال دبدلون  په موخه درې ټکي په پام کې ونيول .
لومړی :  په ايران کې داقتصاد پياوړي کول  ، چې خصوصي سکتور په خپل بر کې ونيسي 
دويم : دايران بيا رغونه او ابادول  په دې برخه کې يې دلويديز او ختيځ له هېوادو او ځينو نړيوالو موسسو پورونه  وغوښتل .
دريېم : له لويديځ او ختيځ سر ه  داړيکو دښه کولو پروسه  .
رفسنجاني دخپل واکمنۍ په لومړې  په دوره  کې اعلان کړه ايران چمتو دی ، چې له هر ملګري هېواد ټيکنالوژي تر لاسه کړي ، چې دهېواد اقتصاد يې ورسره رغيدلې او غوړيدلې شي  اوس نو سړی ويلای شي  ، چې هاشمي دومره ايډولوژيک نه دی  لکه څومره ،چې پراګماتيک دی . 
له سياسي هلو ځلو سربېره هاشمي رفسنجاني  دليکوالۍ په ډګر کې هم خپل قلم کارولی دی او دغه کتابونه يې ليکلي دي .
انقلاب  وپيروزي  ، خاطرات  1358-1357 ل
انقلاب دربحران،   خاطرات  1359 ل
عبور از بحران ،  خاطرات 1360 ل
پس از بحران ، خاطرات 1361ل
ارامش وچالش ،  خاطرات  1362 ل
به سوی  سرنوشت  ، خاطرات  1363 ل
اميد ودلواپسي  ، خاطرات 1364