د لومړي ځل لپاره سويلي قطب يا انتارکتېکا د تودخي درجه ۱۸ سنتي ګرېډ ته وسېده 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، سويلي قطب يا انتارکتېکا د نړۍ د شپږو لويو وچو له ډلې هغه وچه ده چې تر زرو خلک په کې ژوند کوي او نور يخو پوښلې ده. د نړيوال اقليم بدلون پر سويلي قطب سخت اغېز کړی دی. 

د لومړي ځل لپاره دغه وچه کې د تودخي درجه مثبت ۱۸،۳ سنتي ګرېډ ته رسېدلې ده چې  د سويلي قطب يا انتارکتېکا په تاريخ کې بې ساری تودخی دی. 

دغه وچې پنځه کاله وړاندې د تودخي رېکارډ جوړ کړی وو خو د سنتي ګرېډ ۱۸،۳ درجې يې پخوانی رېکارډ مات کړ. ساينس پوهان وايي چې د نورو وچو په پرتله دغه قطب کې ډېر د اقلیم بدلون اغېزمن دی چې په پايله کې به يې د يخو کنګالونه اوبه شي.