عمران خان  مودي ته: امريکا په افغانستان کې په ۱۹ کالونو کې بريالۍ نه شوه؛ ته څنګه پاکستان په لسو ورځو کې له منځه وړې؟ 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د هندوستان لومړي وزير نرېندرا موي د هغه څرګندونو په اړه چې پاکستان به لسو ورځو کې له منځخه يوسم سخت غبرګون ښوودلی دی. 

عمران خان مودي ته د تاريخ يادونه کړې ده او ويلي دي چې ښايي سم دې نه وي ولوستلي چې هټلر د روسيې په مقابل کې ماته وخوړه، امريکا په ويتنام کې ناکامه شوه او همدا ډول د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې هېڅ د امريکا په لاس ورنه کړل. 

عمران خان وړاندې مودي ته ويلي دي چې مونږ به تاته وښيو چې جګړه څنګه کيږي. زمونږ پوځ منظم دی او خلکو مو يوازې له خدای ويره لري نه له تاسې او جګړې. 

لومړي وزير عمران خان نرېندا مودي ته خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان ۲۰۰ـ مېلوني نفوس، هر وګړی او هر ماشوم به د ژوند تر وروستۍ ساه ستاسو پر وړاندې جګړه وکړي. 

واک ته د عمران خان په رسېدو سره د هندوستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ لا زور اخېستی دی او کشمير کې يې  پوځيان سره سنګر په سنګر ناست دي.