کورنيو چارو وزارت: کابل کې مو د مخدره مواد يو قاچاق کوونکی ووژلو 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د هېواد کورنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې تېره شپه يې د کابل ولايت په سربي ولسوالۍ کې د مخدره موادو يو قاچاق کوونکی وژلی دی. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ياد کس د پوليسو له ګزمې  تښتې هڅه کوله چې د پوليسو له خوا ووژل شو. 

په ورته وخت کورنيو چارو وزارت وايي چې کابل ولايت کې يې د نشه يي توکو خرڅونکو پر وړاندې جدي مبارزه شروع کړې ده. 

د يادونې چې د کابل ولايت په ځيني سيمو کې نشه يي توکي پلورل کيږي چې ښاريان د حکومت د مخنيوي غوښتنه کوي.