ارزګان والي: دغه ولايت کې ۸۰ سلنه جنايي  او ورته پېښې طالبانو حل او فصل کوي 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د ارزګان والي اسدالله سعید رسنيو ته اعتراف کړی  چې په دغه ولايت کې تر اتيا سلنه جنايي او ورته نورې پېښې طالبانو ته ورځي او دوی يې په اړه پرېکړه کوي. 

والي وايي چې طالبان په دغه يادو سيمو   واک لري او د افغان حکومت کنټرول او د واک ساحه محدوده ده، خو بيا هم مونږ هڅه کوو چې د خپلو ولسوالانو او ولسواليو امنيه قومندانانو په وسيله دغه ستونزې حل کړو. 

نوموړي د هېواد له لويې څارنوالۍ غوښتي دي چې د خلکو د قضايي او حقوقي ستونزو د حل لپاره دې په دغه ولايت کې لازمه پاملرنه وکړي. 

د شته راپورونو پر اساس د ارزګان ولايت په شپږو ولسواليو کې قضايي او عدليي ادارې شتون نه لري او مسوولين هم د ارزګان په ښار او ځيني يې په پلازمېنه کابل کې مېشت دي.