په تونس کې د بنسټیز بدلون مبارزه مړه شوه

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، ۳۶ کلنه لینا بن مهني په تونس کې د بنسټیز بدلون لپاره مبارزه کړې وه. نوموړې د هغو ګوته په شمېر کسانو له ډلې وه چې نړۍ یې د پاڅونوالو له وژنې او ځپنې خبروله، خو دا مظاهرې او پاڅونوال د زین العابدین بن علي په پرځولو بریالي شول.
د لینا مرګ پسې خواله رسنۍ د غم او خواخوږۍ له پیغامونو ډکې شوې. خو د لینا مبازره له دې مخکې د خپلې کورنۍ په اغېز پیل شوې وه.پلار یې صدوق بن مهني کیڼ لاسی فعال زنداني او پخوانی سیاسي بندي و.مور یې هم سیاسي فعالیت کې لاس درلود.
ان د تونس ولسمشر قیس سعید هم هغې ته درناوی کړی: داسې ښځې شته چې تاریخ به یې کله هم هېرې نه کړي، داسې ښځې شته چې تاریخ جوړوي هدیرې ته د هغې د تابوت رسېدو سره د سلګونه ښځو او نارینه وو له تګ مالومېدل چې درې نسلونه د هغې جنازه کې ګډون لري.