د چين ولس پرې وير کوي؛ کرونا ويروس هغه چينايی ډاکټر ووژلو چې د لومړي ځل لپاره يې د دغه ويروس خبرداری ورکړ 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، چين کې هغه ډاکټر هم د کرونا ويروس ښکار شو چې د دغه ويروس په اړه يې د لومړي ځل لپاره مالومات خپاره او د چين حکومت يې په جريان کې کړ. 

لي وينلېنګ نن جمعه ومړ. دی هغه لومړی کس وو د چين حکومت يې د کرونا ويروس له خپرېدو وړاندې،  د کرونا ويروس بحران شريک کړ او د احتمالي خطرونو په اړه يې خلک خبر کړل. 

دغه چينايي ډاکټر د ټولنيزو رسنيو له لارې د کرونا ويروس د خپرېدو او راتګ په اړه خبرداري ورکول. د چين خلکو د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او ستره ضايع يې بللې ده.