مير حسين موسوي

 د2009 ز دمې له 12 نېټې رادېخوا  موسوي  دايران  په سياسي ډګر کې  دسياست ستوری او  ولسي اتل شو ان تردې ،چې نوموړې  د1979ز  له اوښتون راوروسته  په ايران کې  له ګواښه ډک سړی وبلل شو.  دده پلويان ، چې دانترنیت په کارونه کې پراخه مټ لري له ده څخه دسياست دميدان اتل جوړ کړ خو ده نه غوښتل  ،چې اتل شي .
مير حسين موسوي  ټاکنیزو سيالو ته دخپلې تجربې پر مټ ورننوت    په ايران کې  حکومت اونظام  له دومره اقتصادي او امنيتي ګواښونوسره مخ دی  ، چې سړی يې دپاېښت وړاندوينه  نشي کولای . موسوي ته نږدې  کسان وايي : موږ له  نوموړي سره داخبره راپورته کړه ، چې سياسي ژوند ته دولسمشرۍ  په ټاکنو کې  دکانديدا له دروازې ورننوځي  .
موسوي  پيغمبر نه دی ،چې  ګردې هيلې ورپورې  وتړل شي او دلسيزو ستونزو ته  دحل لار ومومي وروستي څلور کلونه  خو دومره له کړکيچه  ډک و او همدا يې ښه بېلګه بلل کېدای شي . موسوي  په ځان کې دا سیک نه ګوري ، چې دتاريخ لوری به بدل کاندي ځکه نوموړي  ته په ايران کې دبدلون او سمون ګرد امکانات او لارې چارې  معلومې دي .
موسوي هغه مهال  دايران  له سياسي  ډګره  ليرې شو ، چې  1989 ز کې    دلومړي وزير  منصب  لغوه او نظام پر رياستي هغه واوښت  او ګرد واک دولسمشر  لاس  ته ورغی . دعلي خامنئي پر ځای رفسنجاني  ولسمشر او دخبره ګانو مجلس  خامنئي  دايت الله خميني ځايناستې وټاکه .
موسوي  پوره 15 کاله  دسياست له نړۍ  ګوښه و ده په خپله دا غوښتل ، چې په رسنیو کې راڅرګند نه شي  او دڅارونکې رول يې لوباوه  . په تشخیص مصلحت نظام  کې غړی و او پردې سربېره يې 18 کاله رفسنجاني او خاتمي ته  سلااو مشوره ورکوله  ، له کانديدا وړاندې  موسوي  دايراني هنر داکاډمۍ رئیس و .
په ايران کې ، چې هره سياسي څپه تيریږي  خلک ورسره جوخت  دموسوي  نوم  رابرسېره کړی  په ايران کې سياسي کړۍ په دې باور دي ، چې  له  1997ز راوروسته  موسوي  وړ کس دی ، چې درفنسجاني ځايناستی شي ، خو د اوښتون دلارښود علي خامنئي د لاسوهنې  له کبله  دموسوي  پر وړاندې دکانديدا دروازه وتړل شوه . دموسوي  او خامنئي ترمنځ  جنجال هغه مهال سر راپورته کړ ، چې کله پارلمان  موسوي  دلومړي وزير  په توګه وټاکه او دخامنئي کانديد ډاکتر علي ولايتي  ماتې وخوړه همدغه لاسوهنه وه ، چې  موسوي  په 1997 ز کې  له کانديدا بې برخې شو .
کله ،چې په 2005 ز  کې  د محمد خاتمي دوهمه قانوني دوره پای ته ورسيده  دغه مهال هم سمونپالو له نوموړي وغوښتل ، چې دسمون  لپاره خپل ځان کانديد کړي او دسمون هغه لړۍ  پسې وڅاري ، چې محمد خاتمي پيل کړې وه ، خودا ځل خپله موسوي  دغه وړانديز  ونه مانه  اوله  ليرې  څارنه  غوره وبلله   دنوموړي  دغه پریکړه وه ، چې په ايران کې يې سمونپال  له ستونزو سره مخ کړ او داسې  وړ کس يې ونه مونده ، چې دايران ډيرې وګړي پرې راټول شي هماغه و ،چې سمونپالو په  2005 ز کې دمحمود احمدي  نژاد پر وړاندې ماتې وخوړه .
موسوي  د 1942 ز دسپټمبر پر 29 مه نېټه  دايران په شمال ختیځ دسويلي اذربایجان په  ( خامنه ) نومي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې خپله د علي خامنئي دانقلاب لارښود همدغې سیمې دی . ځکه خو د دواړو ترمنځ اړیکې ترينګلې دي . که چيرې په دغه ايالت کې  دتېر په څير د ټاکنو پايلې دموسوي  په ګټه وې  څه به پېښ شوې و په 1997 ز کې  همدغه ايالت په مرکز ( تبريز ) کې دسمونپالو کانديد محمد خاتمي 80% رايې ګټلې وې  . خپله داوښتون لومړني لارښود ايت الله  خميني ورپسې  علي خامنئي او نورو ايراني چارواکو په دغه ايالت کې  دخاتمي پر ضد داطلاعاتو او کلتور دپخواني وزير  علي ناطق نوري  په ګټه کارولې  .
له خامنه نیولې ترتبريزه  ، بلکې دايران په شمال  کې  ګردې سیمې ، چې دموسوي  ټاکنيزه حوزه  بلل کېدای شي  داحمدي نژاد دسياسي او اقتصادي  تګلارو ښکار شول دغه يخې سیمې  په 2008-2007 ز  کې ټول ژمي له ګاز بې برخې و او دخپلو خونو دګرمولو په موخه يې  له لرګیو کار اخیست  . احمدي نژاد په لوی لاس دغسې کول  ځکه دغه سیمې په دوديزه توګه سمونپالو ته رايې ورکوي  پردې سربېره په دغو سیمو کې داحمدي نژاد دحکومت  له تګلارو خلک ناخوښه دي  له بل پلوه په دغه ايالت کې  ځينې داسې کړۍ هم شته ،چې  ملتپاله هغه بلل کیږي  او د اذربایجان دیوځای کيدو غوښتنه کوي .
موسوي دتېرې پیړۍ په شپيتمو کلونو کې  پلازمينې  تهران ته  راورسيده او په تهران  پوهنتون کې  دانجينرۍ په پوهنځي کې شامل شو ، چې په 1970 ز کې ورڅخه فارغ شو . له فراغت وروسته يې دا زمينه تر لاسه کړه ، چې دتهران پوهنتون  دانجينرۍ پوهنځي استاد شي . موسوي همدلته  پر سياسي فعاليت لاس پورې کا او دشاه دنظام پر ضد به تبلیغات کول ، چې په 1974 ز کې زندان ته ولیږدول شو تهران ، دمحصلينو ټولنه  او دپوهنتون چاپيريال  موسوي  ته دسياسي فعاليت زمينه برابره کړه  هماغه و ، چې دشلمې پيړۍ په اويایمو کلونو کې يې دمسلمانو محصلينو ټولنه  رامنځته کړه  موسوي  دارشاد حسينیي له زيارت کونکو څخه و او دمطهري او شریعتي  له ويناوو څخه  اغيزمن و همدا لامل و ، چې دايت الله خميني له فکر او انده سره ډېر نږدې شو او دشاه دنظام دراپرځولو  له ملاتړو څخه وشمېرل شو . نوموړې  پر دریو ژبو ، پاړسي ، عربي او انګلیسي روانې خبرې کولې شي .
کله  ، چې په 1979 ز کې اوښتون  بريالې شو  نوموړې داوښتون دمخکښې څيرې  ايت الله بهشتي په مشرۍ داسلامي جمهوريت له ګوند سره یو ځای شو او دګوند د ورځپاڼې مسوول مدير وټاکل شو دهمدغه کال په اوږدو کې  دګوند دسياسي څانګې  مشر وټاکل شو  داوښتون دبرياليتوب او حکومتدارۍ  په برخه  کې  مشهوره څيره شوه .
1980 ز کال دموسوي  په ژوند کې بېساري  اوښتون رامنځته کړ  په همدغه کال کې   دابي الحسن بني صدر دواکمنۍ پر مهال  لومړي وزير محمد علي رجائي  موسوي دبهرنیو چارو وزير  وټاکه   کله ، چې محمد رجائي  دايران ولسمشر شو  لومړي وزير  محمدجواد باهونر  موسوي په خپله دنده پرېښود کله ، چې سيد علي خامنئي دايران ولسمشر شو نوموړې  يې  په 1981/10/31 ز کې  دلومړي  وزير په توګه  غوره کړ موسوي  پوره اته کاله  لومړې وزير  و ، چې وروسته بيا دغه منصب لغوه اعلان شو  ويلای شو ، چې موسوي  دايران  وروستی  لومړی وزير  و .
دموسوي  دصدارت پر مهال د شيطاني ايات  نومي کتاب لیکوال سلیمان رشدي پر ضد دمرګ فتوا صادره شوه همدارنګه موسوي  په تهران کې دامریکا دسفارت  دمامورينو  له پرېښودو سره مخالفت کاوه همدا و ،چې د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې غوڅې شوې  .
اسرائيل  خو پر موسوي دا تور هم لګوي ، چې همدا موسوي ، چې  دحزب الله درامنځته کولو وړانديز وکړ او وروسته يې بيا ورسره منظمې مرستې کولې ،چې  له اسرائيلو سره  په  کړکیج کې ورڅخه ګټه پورته کړي .
موسوي مېرمن زهراء رهنورد (64 کلنه  ) ده له اوښتون وړاندې  حجاب نه اغوست  دلويدیځ پر موډ برابرې  جامې به يې اغوستې  نوموړۍ دهنر په برخه کې  د نظر څښتنه ده او د دوکتوراه  تر کچې لوړې زده کړې  لري  . له  انقلاب راوروسته   په ايران کې دپوهنتون لومړۍ  رئیسه وه وروسته بيا په تهران کې د الزهراء پوهنتون  رئیسه شوه  .
  د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما په يوه مرکه کې ويلي و ، چې د احمدي نژاد او موسوي د کړنلاره تر منځ کوم جوت توپير نشته .
 دا چې په ايران کې د موسوي په پلوي دومره زيات ﻻريونونه تر سره شول او دا نارامۍ تر اوسه هم دوام لري ، اصلي دليل يې له موسوی سره مينه نه بلکې  د ايران له اوسني رژيم نه کرکه ده .