یمن کې د القاعده  مشر ووژل شو

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امريکايي ځواکونو له خوا عرب ټاپووزمه کې د القاعده د مشر د وژل کېدو پخلى کړى دى. ټرمپ وایي د الریمي وژل کېدل امریکا د القاعده او نورو ډلو له خوا د دغه هېواد ملي امنیت ته د ګواښونو له منځه وړلو موخې ته لا نور هم نژدې کوي.
امریکايي چارواکو د تېرې جنورۍ په پای کې وویل چې ډاډه دي عرب ټاپووزمه کې یې د القاعده شبکې مشر قاسم الریمي د یمن البیضا سیمه کې وژلی دی.
په يوه ليکلي پيغام کې ښاغلي ټرمپ ويلي قاسم الريمي يمن کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى.الريمي له ٢٠١٥ کال راهيسې عرب ټاپووزمه کې د القاعده مشري کوله.نوموړی له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ پر امریکايي ګټو د ځینو بریدونو عامل بلل کېده