نن ورځ مو سمسونګ او آپل موبايلونو کې Google Maps آپلېکېشن آپډېټ کړئ

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د ګوګل کمپنۍ د پتې او ځای موندنې آپلېکېشن Google Maps خپله ۱۵مه کليزه لمانځي او همدا ډول يې نوې او آپډېټ ځانګړې په کې ور زياتې کړې دي. 

نن ورځ به آپل او سمسونګ دواړه موبايلونو کې Google Maps له نوې ځانګړنو سره وي خو په دې شرط چې خپل موبايل او يا هم د Google Maps آپلېکېشن آپډېټ يا تاره کړئ. 

ګوګل کمپۍ خپل نوي آپلېکشن ته د اسانتيا ځانګړنې ور ډېرې کړې دي. اوس په اسانۍ سره کولی شئ چې د هغه ځای انځور او په اړه يې مالومت چې تاسې په تېر کې لېدلی وي، Google Maps ته ور زيات کړئ. 

د ګوګل کمپنۍ د معتبرو او ډېر کارېدونکو آپلېکشنونو يو هم Google Maps دی چې تر ډېره  يې د ځای د پيدا کېدو ستونزه حل او اسانه کړې ده.