خوست کې طالبانو يو امريکايی اختطاف کړی دی 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، يو شمېر لوېدځو رسنيو ليکلي دي چې د حقاني شبکې له خوست ولايت يو امريکايی چې له يو قراردادي شرکت سره يې کار کولو ژوندی تښتولی دی. 

د خوست ولايتي اداره وايي چې د دغه موضوع په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. د خوست د والي وياند په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "موږ هم په دې اړه راپورونه را رسېدلي خو هېڅ ډول معلومات لا نه لرو، امنیتي او کشفي ادارې د معلوماتو په راغونډولو لګیا دي څو څرګنده شي داسې پېښه شوې که اوازه ده."

لوېديځو رسنيو ليکلي دي چې تښتول شوی امريکایی ۵۷ کلن دی چې پخوا د امريکا متحدو ايالتو سمندري ځواکونو غړی او اوس مهال يو قراردادي شرکت سره وو. 

د امريکا متحدو ايالتو حکومت مني چې  دا ډول راپورونه ورته رسېدلي دي خو په دې اړه يې جزئيات نه دي ورکړي.