ټرمپ: ماسره چې کوم څه وشول باید له هېڅ ولسمشر سره ونشي

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، ټرمپ د برات څخه وروسته وویل له ماسره چې کوم چلند وشو، له هېڅ ولسمشر سره د ونشي. ټرمپ باندې د کانګرس د استازو مجلس لخوا چې ډیری غړي یې دموکراټان دي "له قدرت څخه ناوړه ګټې اخیستنې او د کانګرس د کار مخنیوي تورونه لګیدلي و خو بیا د سنا په مجلس کې چې ډیری غړي یې جمهوري غوښتونکي دي براات ورکړل شو.
ټرمپ همداراز د خپل حقوقي ډلې، د جمهوري غوښتونکو سناتورانو او استازو او په ځانګړې توګه د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکې ډلې مشر مچ مکانل څخه مننه وکړه.
ټرمپ وویل چې د دموکرات ګوند د استازو د ډیر زیات فشار سربیره یې په خپلې کاري دوره کې ښه کارونه کړي دي خو ددغه فشارونو په نه شتون کې به یې تر دې هم ډیر ښه کار کړی و.