جاپان مسلمانانو ته د لمانځه لپاره ګرځنده جوماتونه جوړ کړي 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، ټاکل شوې ده چې د همدې ۲۰۲۰ ز کال المپيک سيالۍ به په جاپان کې تر سره شي. دغه سياليو نندارۍ ته به د نړۍ له ګوټ ګوټ په سلګونه زره
ننداره کوونکي  جاپان ته ورشي. 

د جاپان هېواد هغه مسلمانو ننداره چيانو ته چې د المپيک دغه سياليو ته ورځي د اسانتياوو په پار ګرځنده جوماتونه جوړ کړي دي چې په يو وخت کې د پنځسو لمونځ کوونکو ځای لري. 

جاپان دغه ګرځنده جوماتونه د موټر دننه ډيزاين کړي او همدا ډول يې پرې عربي متن لېکلی، چې په اسانۍ پيدا او پېژندل کيږي.