بنګله دیش د ۱۹ کلنو نړیوال جام فاینل ته لار وموندله

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، بنګلدیش نیوزیلاند ته په شپږو ویکټو ماتې ورکولو سره فاینل ته لار پیدا کړه.په پیل کې د نیوزیلند لوبډلې لوبه وکړه چې په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۱ منډې وکړې.د نیوزیلند لپاره ویلر ګرینال ۷۵، ان لیدستون ۴۴، ایف لیمن ۲۴، او جې وایت ۱۸ منډې وکړې.په ځواب کې د بنګلدیش د نولس کلنو کرکټ لوبډلې چټکه لوبه پیل کړه چې په ۴۵ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۵ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې پوره کړ.
د یادولو وړ ده چې د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام فاینل د راتلونکې یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ۹) د هند او بنګلدیش ترمنځ کیږي.د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام د ۱۶ هیوادونو ترمنځ په سویلي افریقا کې د جنورۍ په ۱۷ نیټه پیل شوی چې د فبرورۍ تر ۹ نیټې پورې به دوام وکړي.