روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، د افغانستان پلازمېنه کابل په مرکزي سیمه کې د دوو کسانو وژل داسې خبر دی چې ډېر حیرانونکې خبره ده، د پاکستان د څارګرو ادارو او توندلارو ډلو د سرچینو په خبره، دا دوه کسان د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران وو او اکستاني طالبانو یوه بیان کې د دواړو کسانو پېژنګلي او وژل تایید کړي، خو نور مالومات یې نه دي ور کړي.
د توندلارو د یوې سرچینې په خبره، دا دواړه مشران د مرکزي مشرتابه په حکم کابل ته د پټې لیدنې لپاره لېږل شوي وو.داسې ښکاري چې له پکتیکا ولایت پلازمېنې کابل ته رسېدلي وو، خو مالومه نه ده چې له چا سره یې لیدل.د پاکستان د څارګرو ادارو یوې سرچینې ویلي د دې دوو کسانو مړي انټرکانټینېنټل هوټل ته نږدې سیمه کې موندل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو سرچینې دا هم وايي، چې کابل کې د وژل شویو مړي دوی ته سپارل شوي دي او لویه جنازه کې یې خاورو ته سپارلي دي.خو دا هم لا مالومه نه ده چې طالبانو ته د دې کسانو مړي څنګه وسپارل شول.
وروستي