کابل خير خانه مېنه: هټۍ وال له وسله والو غلو تر پوزې راغلي دي 

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د کابل خير خانې مينې مريم لېسي هټۍ والو نن لاريون کړ وو او له حکومت يې غوښتل چې د وسله والو غلو چپاولګرو تر ستوني راغلي دي. 

دغه لاريون کوونکی چې ډېری يې د يادې سيمې هټۍ وال ويل، چې د دويم ځل لپاره په دې سيمه کې وسله والو غلو د موبايلونو يو پلورنځۍ لټولی او شته يې ورڅخه وړي دي. 

د مريم لېسي اړوند سيمې هټۍ والو له حکومت د خپل ځان او مال د ساتنې غوښتنه کړې ده. هټی وال يې وايي چې هره ورځ يې ژوند او مال د ګواښ سره مخ دي. 

د وسله والو غلو په اړه د خلکو د پرله پسې شکايتونو په اړه کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې برخه کې يې هڅۍ ګړندۍ کړې دي، خو اوږد مهاله دي او وخت اخلي.