د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړه؛ ولسمشر غني يې هرکلی خو عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتیار او رحمت نبيل يې مخالفت کړی

روهي (جمعه/۱۸ د سلواغې)، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل د ټاکنيزو شکايتونو کېسيون له وروستۍ پرېکړې سره مخالفت ښوودلی دی او دا يې د کورنيو او بهرنيو فشارونو پر اساس بللې ده. 

د ګلبدين حکمتيار ټاکنيزې ډلې مرستيال فضل هادي وزین رسنيو ته ويلي  دي چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ونه شول کولی چې په خپلواکه توګه د ثبت شوي شکايتونه څېړنه وکړي او حق حق لرونکي ته روسوي. 

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم وايي چې ټاکنيزو شکايتونو 
 کمېسيون د فشارونو لاندې او د همدې فشارونو پر اساس يې خپله وروستۍ پرېکړه کړې ده. 

خو په ورته وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني  په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم مسوولينو رسنيو ته ويلي دي چې دوی د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پرېکړې ته درناوی لري او ورته د منلو وړ ده. 

ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تېره ورځ پرېکړه وکړه، چې درې سوه زره رايې به  په ځانګړې ډول سره وڅېړل شي. د يادونې ده چې عبدالله عبدالله د دغه رايو د باطلېدو غوښتنوکی وو.