جاپان کې ګرځنده جومات جوړیږي

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، جابان کې د المپیک سیالیو د مسلمانو لوبغاړو لپاره ګرځنده جومات جوړیږي ټاکل شوې چې د المپیک سیالۍ به سږکال د جولای په میاشت کېپه جاپان کې وشي چې کتلو ته به یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلگونو زره سیلانیان ورشي.چارواکي وایي چې په دغو ګرځنده جوماتونو باندې به په عربۍ ژبه جومات لیکل شوي وي چې په موندلو کې یې مسلمانانو ته ستونزه نه وي.
د ګرځنده جومات د پروژې اجرایي رئيس یاساهورا اینویه، هیله ښودلې چې په دغه کار سره به مسلمانانو ته روحي ارامتیا ورپه برخه شي. هغه وایي زه غواړم چې ورزشکاران په عالي روحیې سره سیالۍ وکړي او سیلانیان د لوبغاړو تشویقولو لپاره میدان ته خوشحاله راشي.د جاپان د المیپک کمیټې چارواکي وایي چې هغوي غواړي د ټولو مذهبونو پیرانو ته مناسبه امکانات برابر کړي.