هند کې پر یوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری شوی

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، د هند پلازمېنه ډیلي کې یو ۲۵ کلن سړی له هغه وروسته نیول شوی چې ویل کېږي کې یې پر پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.دا پېښه د امریکا سفارت په انګړ کې شوې. د دغې ماشومې کورنۍ د سفارت په انګړ کې اوسي او پلار یې د سفارت د خدمتگارې عملې غړی دی.
ویل کېږي دغه سړی ډرېور یا موټر چلوونکی دی. د امریکا سفارت د ډیلي ښار مرکزي برخه "چانکیاپوري" کې موقعیت لري چې یو شمېر نور سفارتونه هم پکې شته. د پېښې پر مهال د ماشومې مور، پلار په کور کې نه وو. کور ته له ستنېدو وروسته ماشومې خپلې مور ته حال ویلي او سملاسي روغتون ته بیول شوې وه، چې د پولیسو په وینا ډاکټرانو تایید کړه چې پر دغې ماشومې جنسي تېری شوی دی.پولیس وايي، په هند کې د ماشومانو خوندیتوب د سخت قانون له مخې له نیول شوي سړي پوښتنې ګروېږنې کېږي.
ځايي پولیسو پي ټي ای خبري شبکې ته ویلي، د ماشومې د کورنۍ له شکایت ثبتولو وروسته یې د یکشنبې پر ورځ دغه سړی نیولی دی. روغتیا پالانو له معایناتو وروسته دا تاييد کړل چې پر دغې ماشومې جنسي تېري شوى.دوى وايي، د ماشومې روغتیا اندېښمنونکې نه ده.