د ډول په غږولو احتجاجي لاریون پیل شو

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)،د شمالي وزیرستان یو شمېر سوداګرو نن  هم د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د ډول په غږولو هغه احتجاجي لاریون پیل کړ، چې له یوې اونۍ راهیسې یې هره ورځ کوي.په ۲۰۱۴ کې چې کوم پوځي عملیات وشول، د میرانشاه بازار یې له بیخه ونړاوه، بیا حکومت راسره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې د هرې نړول شوې مرلې بدل کې به ۴۵ لکه روپۍ او د هر نړېدلي دکان د مربع فوټ بدل کې به نژدې درې نیم زره روپۍ راکول کېږي، خو وروسته ځايي ډي سي عبدالناصر په خپله خوښه ولیکل، چې د ۴۵ پر ځای به ۱۵ لکه روپۍ ورکول کېږي او د هر دکان بدل کې به ټولټال درې لکه روپۍ ورکول کېږي، له هغه وروسته موږ وزیرستانیانو په شریکه پرېکړه وکړه، چې دا نه منو
دوی دغه ډول احتجاج د پېښور له پریس کلبه پیلوي او له احتجاجي بنرونو او شعارونو سره د صوبايي اسمبلۍ یا ایالتي پارلمان تر ودانۍ پورې لاریون کوي. ښاغلی وزیر وايي، دوی له دې مخکې په وزیرستان کې هم یوه نیمه میاشت احتجاج کړی او له هغه وروسته یې په پېښور کې له دودیز ډول سره احتجاج پیل کړی دی.