ډنمارک درې تنه سعودي عربستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، ډنمارک درې تنه سعودي عربستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي د اسوشیتیدپرس اژانس د رپوټ له مخې د اهواز د آزادۍ لپاره د عرب مبارزې د غورځنگ درې تنه غړي په ډنمارک کې د سعودي یوې استخباراتي ادارې ته چې نوم یې ندی ذکر شوی د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
د رپوټ له مخې په دغو کسانو تور دی چې د ٢٠١٢ کال راهیسې یې د شپږو کلونو په موده کې د خلکو او کمپنیو په اړه سعودي ته معلومات ټولول. د رپوټ له مخې په عین قضیه کې یو بل سړی د دوشنبې په ورځ په هالنډ کې نیول شوی او پرې تور لگول شوی چې د تروریستي شبکې غړی دی او غوښتل یې په ایران کې یو یا څو تروریستي بریدونه وکړي
د سه شنبې په ورځ دغه درې تنه د روسکیلډ ښار محکمې ته وړاندې شول، خو د قاضي جان لارسن په امر محاکمه د تړلو دروازو تر شا وشوه او د موضوع جزییات بربنډ نشول.