محمود احمدي نژاد

له څو مودې راهيسې دنړۍ او په ځانګړې توګه دايران خلک په دغه هېواد کې ديوه نسبي بدلون په تمه وو، چې کيدی شي د يوه نوي جمهور رئيس په ټاکل کيدو سره به په دغه هېواد کې يو څه رېفورمونه تر سره شي .
له بل پلوه د بوش د حکومت ددورې له ختميدو وروسته بارک اوباما له ايران سره خپل دريځ نرم کړی ، خو ﻻمل يې شايد دا وي ، چې د امريکا سخت دريځ ، د ايران د اټومي پروګرام او په سيمه کې د پراختيا غوښتنې مخنيوی و نشو کړای او ايران په سيمه کې خپل دريځ نوره هم پياوړی کړی .
په لويديځ کې يو زيات شمير ايراني کارپوهان په دې اند دي ، چې د ايران په پياوړي کولو کې امريکا له دوی سره مرسته وکړه ، له يوې خوا يې دصدام حسين غوندې يو پوځي ډيکتاتور په له منځه وړلو سره د ايران يو لوی دښمن له منځه يوړ او له بلې خوا په عراق کې شيعه ګان په عراق کې برﻻسي شول . دغه ايرانيان حتی وايي ، چې د طالبانو حکومت نسکورول هم ايران ډېر پياوړی کړ او په دې توګه ايران له منځني ختيځ نه تر منځنۍ اسيا پورې د نفوذ ساحه پراخه کړه .
د امريکا د دريځ د نرميدولو ﻻملونه نور هم دي : په افغانستان کې جګړه ورځ په ورځ زور اخلي او له دې سره جوخت امريکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې زياتيږي . ددغو ځواکونو 70 په سلو کې اکماﻻت د پاکستان له ﻻرې کيدل ، چې اوس د طالبانو د بريدونو له امله له خنډونو سره مخ دي او بله پلوه په قرغزستان کې دامريکايانو پوځي اډه هم وتړل شوه او روسيه هم ناټو ته يوازې د غير پوځي توکو د انتقال لپاره ﻻره ورکوي . په داسې حال کې يوازنۍ ﻻره د امريکا لپاره د ايران له خاورې د اکماﻻتو تر سره کول پاتې کيږي . خو ايران به دا کار په مفته تر سره نه کړي او امريکا بايد له دوی سره معامله وکړي . بې له شکه دا معامله به داسې معامله نه وي ، چې د افغانانو په کې ګټه وي او بيا به ددغه مظلوم ملت په سر باندې معامله کيږي او زيان به يې يوازې افغانانو ته رسيږي .په دې وروستيو کې په لويديځ کې داسې نظريات زيات وړاندې کيږي ، چې د افغانستان په مساله کې دې ايران زياته ونډه ورکړل شي . خو ايران ددوی تر تصور زيات په افغانستان کې نفوذ لري او له دوه ﻻرو کار اخلي ، ستميان او فاشيستان د ژبې پر بنسټ ځان ته نږدې کړي او مذهبي سخت دريځي يې د شيعه توب پر بنسټ را خپل کړي او دوی ته هر ډول مادي مرستې ورکوي .
په داسې حاﻻتو کې ، چې د ايران د اخوندانو سخت دريځي دوی نوره هم ځواکمن کوي او تر اوسه يې ددوی لپاره ښې پايلې درلودې په سياست او چارواکو کې د بدلون راوستل به يو عبث کار وي .
د ايران د لسمې جمهوري رياست ټاکنو ته څو سوه تنه کانديدان وو ، چې په دې کې يو شمېر ښځې هم شاملې وې . د ايران د چارواکو لخوا دا ټول کسان فلتر کيدل ترڅو يوازې څلورکانديدان پاتې شول ـ

د جمهوري رياست په ټاکنو کې محمود احمدي نژاد تر خپل سيال مير حسين موسوي زياتې رايې وګټلې او يو ځل بيا د جمهور رئيس په توګه ټاکل شوی .
د رپوټونو له مخې نوموړي 63 په سلو کې رايې ترﻻسه کړي او په دې ټاکنو کې بريالی اعلان شوی .
کارپوهان په دې انددي ، چې محمود احمدي نژاد د خپل سيال په پرتله سخت دريځی دی او له دې امله به دايران د روحاني مشر ايت الله خامينه يي او نورو اخوندانو لخوا يې ملاتړ شوی وي .
نن سبا د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د اکثرو رسنيومهم فيګور ( څيره ) ګرځيدلی . دده په اړه ناندرۍ هغه وخت پيل شوې ، چې ايا ده ته د ملګرو ملتونو په عمومي کالنۍ غونډه کې دګډون لپاره د امريکې اجازه ورکړل شي او که نه ؟ وروسته نه يوازې د امريکې ويزه ورکړل شوه ، بلکې د کولمبيا په پوهنتون کې د وينا وخت هم ورکړل شو . څنګه چې تمه کيده دده له وينا څخه جنجالونه راپورته شول ، ځکه احمدي نژاد په دويېه نړيواله جګړه کې د یهودو ټول وژنې مسألی ته په تاریخي لحاظ د شک او سوالیې نښه کیښوده او دایې هم ورسره زياته کړه ، چې یهود د جرمنی نازيانو غچ اوس له مظلومو فلسطينانو څخه اخلي . دکولمبيا پوهنتون رییس په خپل وار پر احمدي نژاد لفظي بريد وکړ اوهغه یې قاتل او د 21 پیړۍ هټلر وباله .
دا چې ايران له ډير وخت راهیسې هڅه کوي پرمختللې وسلې او اټومي ټيکنالوجي تر لاسه کړي ، په دې کې هیڅ شک نه شته . خو له کومې ورځې چې احمدي نژاد واک ته رسيدلی له يوې خوا د ريفورم هغه حرکت چې د هاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي په وجود کې پيل شوی و په ټپه دريدلی او له بلې خوا ده له لويدیځ سره په لفظي ماجراجویيو هم پيل کړی دی . احمدي نژاد له يوې خوا له هولو کاسټ څخه منکریږي اوله بلې خوا وایې ، چې اسرایيل بايد له منځه لاړ شي اويا هم اروپا او امريکا ته انتقال شي ، داتومي پروګرام په برخه کې یې هم ډير سخت دریځ غوره کړی . احمدي نژاد په خپلو بی باکه څرګندونو سره دلويدیځې نړۍ په ذهنیت کې خپل محبوبیت ډير له لاسه ورکړی اوداسې هېوادونه لکه جرمنی او فرانسه چې له ايران سره یې ښه اړيکې درلودل ، هم نور نه شي کولای د احمدي نژاد له سياستونودفاع وکړي . ډير شنونکي د احمدي نژاد دسياستونو او څرګندونو په اړه نه پوهیږي ، چې هغه د احمدي نژاد ساده ګې ، بې ځایه غرور اوسياسي حماقت وګڼي او که دده کوم ناپیژندل شوی کرامت . راځی وګورو چې دا نانديريزه څيره څوک ده ؟
پلازمينې تهران ته څيرمه په « اردان » نومې سيېه کې ، چې له پلازمنیې څخه 100 کيلو متره ليرې ده په 1956 ز كې زيږيدلې ، دا ايرانى سياستوال اوس د پلازمينې په سهيل کې استوګن دى . لومړۍ رسمي دنده يې په پوهنتون کې له استادۍ څخه پيل کړه وروسته بيا په نوييېه لسيزه کې د « اردبيل» والی شو، په 2003 ز کې د تهران د ښاروال په توګه وټاکل شو ، وروسته بيا په 2005 ز كې د ايران ولسمشر شو ، د ټولټاكنو په دويم پړاو كې يې خپل سيال هاشمي رفسنجاني ته ماتې وركړه .

د محمود احمدي نژاد ژوند
احمدي نژاد د ايران له يوې بيوزلى كورنې سره اړيكې لري ، پلار يې پښ و .احمدي نژاد لوړې زده كړې د تهران په پوهنتون كې د ساينس او ټيكنالوجۍ په برخه كې تر سره كړې . د ليږد او ټرانسپورټ په څانګه كې ډاكتري لري يو څه موده په همدغه پوهنتون كې استاد هم پاتې شوی . په پوهنتون كې د زده كړې پرمهال د محصلينو د ټولنې د فعال غړي په توګه وځليد وروسته بيا د محصلينو په ټولنه كې د خپل پوهنتون استازى شو ، همدغه ټولنې په 1979 ز كې په تهران كې د امريكايانو په يرغمل نيولو كې فعاله ونډه درلوده . همدارنګه يې د شملې پيړۍ په اتيايمه لسيزه كې د ايران – عراق په جګړه كې د پام وړ برخه درلوده ، په پيل كې د يو عادي سرتيري په توګه پوځ ته ورننوت وروسته بيا د نظامي انجينر په دنده وګومارل شو . 1980 – 1988 جګړې پرمهال د ايران له پولو څخه عراقي سيېو ته اوښتی .
له 1993 څخه تر 1997 ز پورې د اردبيل ولايت والي و .
وړاندې تردې ، چې د تهران ښاروال شي دومره مشهوره نه و، ستورى يې هغه وخت وځليد چې كله په 2003 ز كې د ولس د ملګري په نوم د تهران د ښاروالۍ څوكۍ ته كانديد شو ، په ټولټاكنو كې يې د بري سلنه ( 13% ) كمه وه . د ښاروالۍ پر مهال يې هغه وخت له ولسمشر محمد خاتمي سره ټکر راغی ، چې کله يې له پلازمينې تهران څخه ټولې هغه نښې ليرې كولې ، چې د نوښت او موډ سمبول بلل كيدل . احمدي نژاد په تهران كې يو شمير هغه خوړنځايونه وتړل چي خلكو ته به يې عاجل خواړه تيارول. له كاركونكو څخه يې وغوښتل چې ږيرې پريږدي او د اوږدو لستوڼو كميسونه واغوندي همدارنګه يې د برتانوي فوټبالر ډيويد بيكهم د انځور د راكوزولو امر وكړ چې پر يوې تجارتي لوحې ځړيدلې و .
احمدي نژاد هڅه كوله ، چې نوى ادارې ته د بنسټپالنې رنګ وركړي . ددغه افراطي دريځ لامله ولسمشر محمد خاتمي اړ شو ، چې د وزيرانو شورا له ناستو او غونډو څخه يې ايسار كړي ، پخوا دود داسې و چې د تهران ښاروال د څارونكي په توګه په ناستو كې ونډه اخيستله .
د ولسمشرۍ ټولټاكنې
احمدي نژاد د 2005 زکال د مى په مياشت كې د ولسمشرۍ په ټولټاكنو كې ونډه واخيستله . كله ، چې په لومړنى پړاو كې يې 19،5 په سلو کې رايې واخيستلې ټول خلك يې هيښ كړل ، ځکه له پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني وروسته يې دوهم مقام تر لاسه كړی و . د مى پر 24 مه ، چې كله د دوهم پړاو ټاكنې تر سره كيدلې د ټولو خلكو له حيرانيتا سره احمدي نژاد د ايران د ولسمشر په توګه اعلان شو . احمدي نژاد د بنسټپالنې د خوځښت غړی شميرل كيږي ، دسپاه پاسداران او بسيج مليشو له پراخه ملاتړ څخه برخمن دى .دمصباح ازدي له پيروانو څخه دى علي خامني ته نږدې دی .
دا به لوستونکو ته عجيبه وبریښي ، چې د ايران ولسمشر دې د پلازمينې په سهيل کې به هغه پلرني کور کې چې له څلویښتو کلو راهیسې له پلار ورته په ميراث پاتې دی اوسيږي . په پلازمينه کې دده سيمه له نورو زياته بيوزله ده . کله ، چې د ښاروال په توګه وټاکل شو په هغه کور کې یې له اوسيدو څخه مخ واړوه ، چې له ښاروال لپاره ځانګړی شوی و . د احمدي نژاد ټوله شتمني يو پلرنی کور ، د 1977 ماډل پيژو ( 504 ) موټر ، دوه بانکي حسابونه ، چې يو يې خالي دی او په بل کې ورته له پوهنتون څخه دده مياشتنی معاش راځي ، چې اندازه يې 250 امريکايي ډالره ده . هغه له دولت څخه د ولسمشرۍ معاش نه اخلي ، مامورينو چې کله په لومړۍ ورځ وليده ، چې په لاس کې يې پلاستيکي کڅوړه ده او په هغه کې بيا هغه سندویچ دی ، چې ميرمن یې ورته برابر کړی او دا یې په غرمنۍ کې خوري ، نو ټول ورته حيران شول . کله ، چې د ولسمشر لپاره يې ځانګړې الوتکه وليده پوښتنه یې وکړه ، چې قيمت یې څومره دی ؟ مسوول کس ورته په ځواب کې وويل : 35 ميلونه يورو . احمدي نژاد ناارامه شو امر یې وکړ ، چې يا یې خرڅه کړﺉ اويا یې په نورو کارو کې وکاروﺉ او پیسې یې د دولت خزانې ته واستوﺉ . له ده نه وپوښتل شو ، چې سفر به څنګه کوﺉ ؟ ده بلمقابل وپوښتل ، چې نور خلک يې څنګه کوي ؟ مامورنيو ورته وويل ، چې په عامو الوتکو کې ځي، ده ورته وويل ، چې موږ به هم په هغو کې سفر کوو . احمدي نژاد سکرتر نه لري او هر وزير پرته له وخت اخیستو کولای شي ، چې له ده سره وګوري . نوموړی اوس هم په ځمکه ويده کیږي ځکه چې هغه د يوه پښ زوی دی او همدا عادت یې له ډير پخوا اخیستې دی .
ويل كيږي چې نوموړي ټولټاكنو ته د كمپاين پر مهال پيسې نه دې مصرف كړي بلكې د جوماتونو د ملاامامانو پراخه ملاتړ ورسره و ځكه دومره په اسانۍ كامياب شو . احمدي نژاد د ولس ملګري په نوم ويبپاڼه لري ، له ولسي ملاتړ څخه برخمن دى ، ژوند يې ساده دى او د فساد د مخنيوي كمپاين يې پيل كړى ، د ايران له اتومي پروګرام څخه هم كلك ملاتړ كوي ، خو لکه څنګه چې تمه کېده د اقتصاد په ډګر کې يې کوم مثبت بدلون رانه وست او په دغه برخه کې ښکاري ، چې د ولس اعتماد يې له لاسه ورکړی وي . احمدي نژاد د كور دننه يو شمير سياسي مخالفين هم لري ، د روان كال د سټمبر پر 25 مه د ايران پخواني ولسمشر محمد خاتمي پر نوموړي غير مستقيمه نيوكه وكړه . احمدي نژاد تيره اونۍ ويلې و ، چې اسراييل بايد د نړۍ له مخ څخه محوه شي ، سره له دې چې د خلكو پر وړاندې نصيحت د سپكولو او ملنډو مانا لري . خاتمي وويل : په كار ده چې موږ بايد هغه څه ونه ووايو ، چې په نړۍ كې سياسي او اقتصادي ستونزې رامنځ ته كولاى شي . موږ نړيوالې سيالۍ نه كوو . خاتمي دغه څرګندونې د تهران د قران كريم په موزيم كې كولې . احمدي نژاد پرون ويلې وو، چې له نخچې څخه د اسراييلو ليري كول زموږ د 27 كلو پخوانی دريځ دى . د احمدي نژاد دواک په اړه دوروستيو ټولپوښتنو څخه تر لاسه شوې پايله په دې توګه ده 61٪ وایي ، چې احمدي نژاد په اتومي مسأله کې له اټکله پورته بری تر لاسه کړی، 44٪ بيا وايي ، چې نوموړي له مالي پړسوب سره له هنره ډک چلند وکړ 37٪ په دې نظر دي ، چې ولسمشر پردې وتوانيده ، چې د فساد د پديدې مخه ونیسي ، چې لامله یې د هېواد ډيره پانګه بهر ته ایستل کيده . څوارلس مياشتې وړاندې احمدي نژاد له خپل ولس سره ژمنه کړې وه ، چې د تيلو په پانګه کې د ايراني ولس برخه زياته شي ، دحکومتي مامورينو د ژوند سطحه به نوره هم لوړه شي . ده دمامورينو د ناوړه حالت پړه پر پخوانيو حکومتونو ورواچوله ، خو نوموړی ونه توانيده چې خپله دغه ژمنه تر سره کړي . اوس د ايران اقتصاد د پخوا پرتله نور هم کمزوری شوی او د مالي پړسوب کچه پخوا 12٪ وه اوس 15٪ کې ده . کلنۍ بودیجه اته مليارده ډالرکسرا لري . په ايران کې د ونډو بیه 50٪ ټیټه شوې او 22٪ بهرنۍ پانګې له ايرانه وتلي ، چې لامل یې اداري فساد ،بيروکراسي او دحکومت سخته تګلارده .
پردې سربيره په هېواد کې د مالي پړسوب له زياتوالي سره ډير خلک بي کاره دي او د بيوزله او بډایه خلکو تر منځ واټن ډير شوی .
هغو سياسي څيرو چې پخوا یې له احمدي نژاد څخه ننګه کوله اوس پرې سختې نيوکې کوي لکه احمد توکلي ، محمود خوشهریه . دوی احمدي نژاد پردې تورنوي چې نوموړي اوس ولسي اړخ او دولس ستونزې له پامه غورځولی او ټول پام یې بهرني سياست ته وراوښتی .
په ايران کې لس ميلونه وګړي اوزګار دي ، دوی دهغو خلکو چې دکار ځواک او وړتيا لري 35٪ جوړوي . د اقتصادي ځوړتيا له امله همدغه کال 150 زره ايرانيانو خپل کارونه له لاسه ورکړل . په ايران کې دناسياسي بنديانو شمير 135 زور ته رسیږي ، دې ټکي ته په پام چې په ايران کې دنفوسو شمير 70 مېليونه دي . په ايراني زندانونو کې دسياسي فعالينو ، محصلينو ، ژورنالیستانو اووکيلانو شمير تر اوسه معلوم نه دی ، کله چې د ( یقين ) په زندان کې د بنديانو شمير له 16000 څخه زيات شو ،نو ايران په دې وروستيو کې څلور نور زندانونه په شيراز ، اصفهان ، تبريز او تهران کې جوړ کړل . دې ته هم بايد توجه وشی ، چې د ( یقين ) زندان د شاه په وخت کې 4000 بنديانو ته جوړ شوی و .
د فلسطين په كنفرانس كې يې څو پوښتنې راپورته كړې ، لكه ايا رښتيا د هولوكوست پېښه رامنځ ته شوې ؟ ختيځوال او مسلمانان يې ولې قيمت پري كوي ؟ هغه هېوادونه چې په هولوكوست كې يې لاس درلود ولې اجازه نه وركوي چې د همدوى په ځمكو كې يهودي دولت جوړ شي ؟ دغو پوښتنو هغه مهال د خلكو په منځ كې غوغا راپورته كړه . احمدي نژاد د ايران په كورنۍ تګلار كې د بهرنيانو لاسوهنې نه زغمي . احمدي نژاد ديوه بنسټپاله شیعه په توګه له ښځينه وو سره په لاس روغبړ نه کوي اودوه ځلې د ترور له پیښې روغ پاتې شوی .
محمود احمدي نژاد د 2007 ز د سپټمبر 24 مه په نيويارك كې د كولمبيا له پوهنتون څخه ليدنه وكړه او هلته يې د پوهنتون محصلينو ته خپله وينا واوروله . د پوهنتون رييس« لي بولنګر» ايراني ولسمشر ته د خبيث او بې ارزښته نوم وركړ، احمدي نژاد په ځواب كې ورغبرګه كړه ، چې هر څه به د محصلينو نظر ته پريږدو او هيڅو ك دې هڅه نه كوي چې پر محصلينو خپل نظر په زوره ومني .