بدخشان ولایت کې نا پېژندل شوې ناروغۍ داتو ماشومانو مرګ لامل شوې

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، د افغانستان عامې روغتیا وزارت په بدخشان کې د د یوې نا پیژندل شوې ناروغۍ خبر ورکړی دا ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي او په بدخشان کې یې د ناپېژندې ناروغۍ د پیدا کېدو په اړه راپورونه رد کړل.
د روغتیا وزارت سلاکار وویل، د صحي ټیمونو موندنې ښيي چې د سینې ناروغي، تور ټوخی او نورې موسمي ناروغۍ د دغو ماشومانو د مړینې لامل شوی دی. چې یو شمېر کورنۍ د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته پر وخت مراجعه نه کوي، چې له امله یې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بدخشان ولایت د افغانستان یو له سړو سیمو څخه بلل کېږي، چې د ژمي په موسم کې د ولایت یو شمیر ولسوالیو ته تګ راتګ ستونزمن کېږي ه ورته وخت کې د بدخشان د روغتیا ریاست، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره، له چین او تاجیکستان سره په پوله کې صحي ټیمونه ګومارلي دي