د نشه يي توکو یو لوی قاچاق‌وړونکی  نیول شوی

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي له څه مودې راهیسې یې کابل کې د مجرمانو او جرمي شبکو پروړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده. نوموړي وویل، کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې ۴۴ هدفمن عملیات کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، د نشه يي توکو یو لوی قاچاق‌وړونکی یې نیولی، چې مخکې د کابل امنیه قومندانۍ کې د نشه يي توکو د مبارزې مدیر و. دغه نیول شوی تورن په کابل کې د نشه يي توکو لوی قاچاق وړونکی او د نشه يي توکو د مافیا لوی ملاتړی و. نصرت رحیمي وايي، یاد قاچاق‌وړونکي غوښتل له کابله شمال او بیا د منځنۍ اسیا کوم هېواد ته وتښتي، خو د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې ونیول شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر اړوندو ادارو ته امر کړی چې تر دوو میاشتو د نشه يي توکو قاچاقبران او کاروباریان ونیسي.ښاغلي رحیمي په تېره یوه میاشت کې له جرمونو، نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې او په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.