الوتکې کې ماشوم  نړۍ ته راغلی

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، یوې اوکراینۍ ډاکټرې ویلي، د قطر هوايي چلن یوه الوتکه کې یې د یوم ماشوم زیږېدو کې له یوې ښځې سره مرسته کړې ده. د پزې، غوږونو او ستوني د ناروغیو متخصصې ډاکټرې الینا ویدشنکو ویلي، د قطر له دوحې نه بنکاک ته د سې شنبې په ماخوستن د سفر پرمهال د الوتکې عملې اعلان وکړ چې په یوه بېړنۍ پېښه کې د ډاکترې عاجلې مرستې ته اړتیا لري. له زیږون وروسته پیلوټ وویل چې په الوتکه کې ماشوم وزیږېد، ټولې سپرلۍ چکچکې وکړې.وروسته د هند په کلکته کې د الوتکې د کېناستو پرېکړه وشوه، ماشوم او مور یې روغتون ته یووړل شول.
په هند کې له اوږده ځنډ وروسته الوتکه بېرته د تایلنډ پر لوري والوته.دغه ډاکټره چې ویتنام ته د رخصتۍ تېرولو لپاره روانه وه، د سوداګرو له خوا د دغه ماشوم د زیږېدو خوشالۍ ته وربلل شوه، د الوتکې عملې دې ته یوه بیزو او مېوه ورکړه.ډاکټره الینا وايي: ټولو زما مننه کوله او په لاسونو یې روغبړ راسره کاوه.دا وايي، له دې سختې تجربې وروسته یې ډېر ښه احساس وکړ.