بیت المقدس کې د موټر بم په چاودنه کې۱۵ اسرایلي عسکر ټپیان شوي دي

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې )، په نیول شوي بیت المقدس کې د نامالومو کسانو له خوا په موټر بم برید کې ۱۵ اسرایلي عسکر ټپیان شوي دي.
 
 
 په بیت المقدس کې د شپې په یوه کلب کې ناپېژانده سړي له خوا برید شوی، چې له امله یې۱۵ اسراییلي عسکر  ژوبل شوي چې بیا نږدې روغتون ته لېږدول شوي، چې یو یې په ټپي حالت کې ساه ورکړې ده.
 

د اسراییلو د پولیسو په وینا، برید کونکي په یوه موټر کې سپاره وو چې په اسانۍ سره تښتیدلی، چې تر تحقیق لاندې دی او پیښه هم تر څیړنې لاندې ده، په پیل کې یوه تروریستي پیښه بلل شوې.