یوماشوم تر زېږېدو یوازې ۳۰ ګړۍ وروسته  کرونا ویروس نیولی

روهي(ينځه نۍ/۱سلواغې)، چین کې د یوه ماشوم تر زېږېدو یوازې ۳۰ ګړۍ وروسته په هغه کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی.د حکومتي رسنیو د رپوت له مخې، دا تر ټولو کم عمره انسان دی چې په کرونا ویروس اخته کېږي. د ماشوم له زېږون مخکې مور معاینه شوې وه چې نتیجه یې مثبته وه، خو لا هم دا روښانه نه ده چې دا ناروغي څنګه لېږدول شوې.
دا ماشوم د فبرورۍ پر دویمه د وهان یوه ځايي روغتون کې زېږېدلی.وهان چې نژدې ۱۱ میلیونه وګړي لري، دا ناروغي پکې پیل او نورو سیمو ته خوره شوه. کرونا تر اوسه ۵۶۳ کسان وژلي او ۲۸ زره او اتلس کسان یې اغېزمن کړي دي.
په چین او نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو پسې د روغتیا نړیوالې ادارې نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ.د دې ادارې مشر ټیډروس اډهانم د چارشنبې په ورځ د دریو میاشتو ځوابي پلان لپاره د ۶۷۵ میلیون ډالرو پیسو غوښتنه وکړه.