د ایرلنډ پروړانډې لوبو ته د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې )، نن د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د یوې خبري ناستې پر مهال د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې پروړاندې دریو نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ.

په اعلان شوې لوبډله کې اصغر افغان لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان مرستیال لوبډلمشر، نوین الحق، شاپور ځدران، مجیب الرحمن، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری او عثمان غني شامل دي.

 د غوراوي کمېټې مشر  انډي مولز د خبري ناستې پرمهال وویل چی د شل اوریزه لوبو تر ټولو غوره لوبغاړو ته پدې نوملړ کې ځای ورکړل شوی دی او له دوی تمه کیږي چی د ایرلنډ پروړاندې به ښه وځلیږي.
 
 مولز د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د حضرت الله ځاځي فټنس ورځ تربلې په ښه کېدو او په دې برخه کې یې ډېرپرمختګ کړې دی.

نوموړي دغه ډول زیاته کړه چې عضمت الله عمرزی او قیس احمد د افغانستان راتلونکي ستوري دي او د همدې لپاره لوبډله کې اخیستل شوي چې ضایع نه شي.
 
ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب درې نړیوالې شل اوریزې لوبې د روان کال مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه د هند په ګرېټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.
 
هېره دې نه وي چی په اعلان شوي نوملړ کې شاپور ځدران د یو نیم کال ځنډ وروسته لوبډلې کې اخیستل شوې چې ترڅنګ یې ځوان ال راونډر عظمت عمرزی او قیس احمد هم لوبډله کې اخیستل شوي دي.

 د ویلو ده، چی افغان لوبډلې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د ایرلنډ لوبډلې ته په درې واړو شل اوریزه لوبو کې ماتې ورکړې وې.

افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د کرکټ نړېوالې شورا په چوکاټ کې د شل اوریزه لوبو په نړېواله درجه بندۍ کې اووم خو ایرلینډ بیا ۱۴ مقام له ځان سره لري.