پکتیکا کې د سړک غاړې ماینونو یو پټنځای کشف او له منځه یوړل شو

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په نخیل کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د سړک غاړې ماینونو یو پټنځای کشف او له منځه وړی دی.
 
 
په دې پټنځای کې د سړک غاړې ۳۰ کړۍ واړه او لوی بېلابېل ډوله ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
 
 
همدا ډول د دې عملیاتو په پایله کې د میزاییل یوه دستګاه، ۱۸ ډزه مزاییل او د مخابرې درې دستګاوې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 

وسله والو غوښتل چې له یادو ماینونو څخه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ترورېستي فعالیتونو لپاره ګټه واخلي.