په منځني ختيځ کې له ډيرې مودې راهيسې دنفوذ په موخه پټه جګړه روانه وه او ده . دغه جګړه دمصر ، ايران ، ترکيې ترمنځ روانه ده ، خو دمصر او ايران ترمنځ خبره بيا د تورونو تربريده رسيدلې ده .
اکثره شنونکي وايي : په منځني ختيځ کې دايران په استازيتوب جګړه بيا د حزب الله پر غاړه ده ، چې دمصر او نورو عربي خواوو سره کله ناکله پنجه نرموي .
پر غزې داسرائيلو دبريد پر مهال دمصر او حزب الله ترمنځ جګړه هغه مهال توده شوه ، چې حسن نصرالله پر مصر تور ولګاوه ، چې دفلسطينيانو پر ضد له اسرائيلو سره مرسته کوي نوموړي دمصر له جنرالانو وغوښتل ، چې داسرائيلو پر ضد راپورته شي . پرون (29.052009) زکال حسن نصرالله دلبنان په ختيځ کې دبعلبک په ښار کې دازادۍ او مقاومت دنهمې لسيزې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې په ډاکه وويل : که اپوزيسيون واک تر لاسه کړ نو دلبنان دپوځ پر پياوړتيا به لاس پورې کړي په دې برخه کې ايران چمتو دی ، چې وړ وسلې او نور امکانات زموږ په لاس کې راکړي دحسن نصرالله دغه ډول څرګندونې په عربي نړۍ کې به دملتپالو تر منځ دجنجال لامل شي په دې وروستيو کې مصر پر حزب الله تور ولګاوه ، چې دخپلو سرتيرو پر وسيله يې غوښتل دمصر ملي امنيت له ګواښ سره مخ کړي .
دايران داخوندانو انقلاب په لبنان کې دمېشتو شيعه ګانو لپاره دالهام سرچينه وه په ځانګړې توګه د( امل ) ډلې لپاره همدغه انقلاب شيعه ګان پر دوو برخو وويشل (امل ) دنبيه بري په مشرۍ وغوښتل ،چې په لبنان کې پر سياسي فعاليت پيل وکړي او دملي ژغورنې له پروسې سره يو ځای شي خو حزب الله بيا له ايران سره دګروهې تار واچوه او ښې پريمانه مرستې يې تر ګوتو کړې په 1982 ز کې پر لبنان داسراييلو له بريد سره سم دغه مرستې دلمر په څير روښانه وې . حزب الله دسياسي فعاليت ترڅنګ ديني زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي .
دحسن نصرالله مخالفين پر نوموړي تور لګوي ،چې دا په عربي نړۍ کې دايران لپاره کار کوي او په سيمه کې دايران موخې او ګټې او له مصرسره د حسن نصرالله جنجال او پر مصر نيوکې هم دتهران دسپارښتنې پايله وه خو خپله نصرالله بيا وايي ، چې زما ګناه داده ،چې زه دفلسطين دمظلومو او بيوزله خلکو دفاع کوم .
حسن نصرالله د عبدالکريم نصرالله زوی په 1960 ز کې دصور ښارګوټي په البازورية نومي کلي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې لا ماشوم و ، چې دخپل کلي پرېښودو ته اړ شو او له خپلې کورنۍ سر ه دبيروت ښار ته راغی هغه مهال يې دکورنۍ اقتصادي وضعيت دنورو ګردو کورنيو په څير چندانې ښه نه و پلار يې د الکرنتينا نومې سيمه کې دمېوو او سبزيو پلورنځی پرانېست او ده به ورسره مرسته کوله نوموړي دخپل ماشومتوب ورځې په همدې ښار کې تېرې کړي .
حسن نصرالله خپلې لومړنۍ زده کړې د ( النجاح ) نومي کلي په ښوونځي کې بشپړې کړې وروسته يې بيا دسن الفيل په رسمي ښوونځي کې هم زده کړې پيل کړې . دغه مهال په لبنان کې کورنۍ جګړې ونښتې نوموړې له خپلې کورنۍ سره بېرته خپل پلرني کلي ته وګرځيده ، همدلته يې دصور په رسمي ښوونځي کې زده کړې پيل کړې . حسن نصرالله ،چې په البازورية کې مېشت و له حرکت امل شيعه ډلې سره يو ځای شو اوس ،چې سړی فکر کوي دحسن نصرالله دغه ټاکنه يو څه عجيبه ښکاري ځکه هغه مهال حرکت امل کمونيستي او مارکسيتي تګلوری درلود په دغه سيمه کې کمونيستان دنورو سيمو په پرتله ډېر و د وخت په تيريدو په خپل کلي کې دهمدې ډلې مسوول وټاکل شو، دصور په ښارګوټي کې حسن نصرالله له محمد الغروي سره وپيژندل ، چې په يوه مسجد کې يې طالبانو ته اسلامي زده کړې ورکولې حسن له الغروي څخه وغوښتل ،چې په عراق کې النجف مدرسې ته ، چې هغه مهال دشيعه ګانو مهمه ديني مدرسه بلل کيده مرسته ورسره وکړي ، رښتياهم الغروري يې غوښتنه ومنله او محمد باقر الصدر ته يې دسپارښتنليک په ليکلو سره حسن نصرالله د النجف لار ونيوله کله ، چې نوموړې النجف ته ورسيده نو يو غيران هم ورسره پاتې نه و نو پوښتنه يې وکړه ،چې محمد باقر ته به څرنګه ورسيږم ، ورته وويل شول ،چې عباس الموسوي ته ځان ورسوه حسن نصرالله ورسره په فصيحة عربي روغبړ وکړ ده ګومان وکړ ، چې دا به کوم عراقې وي هغه په لبنان کې د البقاعية نومي سيمې راوخوت دغه ليدنه دحسن نصرالله په ژوند کې دبدلون مهم پړاو شو له همدې وروسته د دواړو ترمنځ کلکه ملګرتيا رامنځته شوه دواړو په 1982 ز کې له ( امل ) څخه پرته دحزب الله په نوم ډله رامنځته کړه او دلبنان دمعاصر تاريخ يو مهمه برخه همدوی دواړو وکښله . کله ، چې حسن نصرالله له الصدر سره وکتل نوموړي له الموسوي څخه وغوښتل ،چې حسن نصرالله ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دده ټولې اړتياوې بايد ورپوره کړي او د تدريس سپارښتنه يې هم ورته وکړه ، الموسوي په خپل تدريس کې له سختې کار اخيسته ځکه نو دده شاګردان دنورو پر عکس دپنځو کلو مرحله په دوو کلونو کې پای ته رسوله الموسوي به پرله پسې تدريس کاوه دنوموړي په مهالويش کې درخصتۍ په نوم څه نه و . دغه ډول يو چاپيريال حسن نصرالله ته دا زمينه په لاس ورکړه ، چې په 1979 ز کې دغه دوره په برياليتوب پای ته ورسوي .
دغه مهال په عراق کې سياسي وضعيت دبدلون پر لور رهي و او واکمن ګوند البعث له بهره راغلو طالبانو سره وړ چلند نه کاوه او دلبناني شاګردانو وضعيت خو ډېر بد و ، د تورونو کمی نه و کله به دالدعوة ګوند او کله به د ( امل ) ګوند غړي بلل کيده .
يوه ورځ د عراق امنيتي چارواکو دعباس الموسوي دنيولو په موخه پر حوزة ورننوتل ، خو دغه مهال بخت له الموسوي سره ياري کړې وه او له عراقه وتی و پوليسو له حسن نصرالله پرته دالموسوي نور ملګري له ځان سره بوتلل دغه مهال حسن نصرالله په حوزة کې نه و نوموړی پوه شو ، چې په عراق کې نور دشپې تېرولو چانس نشته هماغه و ،چې له عراقه ووت او لبنان ته راوګرځيده . او په بعلبک کې يې په ديني حوزة کې دښوونکې په توګه دنده پيل کړه پردې سربېره يې د ( امل ) ګوند په کرښو کې سياسي هڅې پيل کړې دغه باانرژۍ 20 کلن ځوان وتوانيده ،چې په البقاع کې دامل ډلې استازی شي .
سياسي ژوند
1982 ز دحسن نصرالله په ژوند کې پريکنده کال اسرائيلو پر لبنان بريد وکړ او دامل ډله يې پر دوو برخو وويشله يوه دنبيه بري ، چې غوښتل موږ بايد د ژغور نې له ملي خوځښت سره يو ځای شو او بل بنسټپال خوځښت و ،چې عباس الموسوي او حسن نصرالله يې غړي او د نبيه بري له غوښتنې سره يې خپل مخالفت پټ نه شو کړای دهمدې اختلاف له کبله بنسټپال غړي له نبيه بري جلا شول . داختلاف ستر ټکی له بشير الجميل سره و ،چې دملي ژغورنې ملي خوځښت غوښتل ، چې نوموړی دولسمشرۍ تر څوکۍ ورورسوي او الجميل ددوی له انده سره کرښه وه نوموړي له اسراييلو سره نږدې اړيکې درلودې . له همدې ځايه دحزب الله درامنځته کېدو کېسه راپيليږي دلبنان په کچه دوی فعاليت پيل کړ او دنبيه بري پر ضد يې خپل پيروان راپاڅول ،چې له دوی سره يو ځای شي .
کله ، چې حزب الله راوپنځيده حسن نصرالله دمشرتابه شورا غړی نه و ځکه عمر يې له 22 کلو نه اوښت لومړنۍ دنده يې داوه ،چې نظامي ګروپونه به يې جوړول او دجګړې کرښې ته به يې استول ، ديو څه وخت په تيريدو نصرالله دبېروت دڅانګې دمشر ، چې هغه ابراهيم امين و مرستيال وټاکل شو ،حسن نصرالله په حزب الله کې پرمختګ کاوه ، چې دبيروت دڅانګې مشر شو وروسته بيا په حزب الله کې داجراييوي دفتر په نوم يوه بله برخه پرانېستل شوه او مشري يې حسن نصرالله ته وسپارل شوه ددې څانګې دنده دا وه ،چې دعالي شورا دپريکړو له پلي کيدو څارنه وکړي .
حسن نصرالله له هماغه پيله له دې سره لېوالتيا درلوده ،چې څرنګه خپلې زده کړې بشپړې کړي نو په ( امل ) ډله کې يې مسووليت او منصب ته ډډه نه لګيده هماغه و ، چې له بيروت څخه دايران لور ته رهي شو او دخپلو دينو زده کړو په موخه يې دايران په قم کې يې دايراني اخوندانو ته ګونډه ووهله ، خو دحزب الله او امل ترمنځ شخړو او وسله والو نښتو دېته اړ ويست ، چې بېرته لبنان ته راوګرځي ، لبنان ته له رارسيدو سم حسن نصرالله په حزب الله کې کومه دنده نه درلوده او دده پخوانۍدنده نعيم قاسم ته سپارل شوې وه نوموړې همداسې بې دندې و کله ،چې عباس الموسوي دحزب الله مشر وټاکل شو او نعيم قاسم يې مرستيال شو نو حسن نصرالله بېرته پر خپله پخوانۍ دنده وګومارل شو .
حسن نصرالله او دحزب الله مشري
اسراييلو په 1992 ز کې دحزب الله مشر عباس الموسوي ترور کړ نو د ټولو سترګې حسن نصرالله ته ورواوښتې سره له دې ، چې دحسن نصرالله عمر هغه مهال ددې جوګه نه و ، چې نوموړی دې دحزب الله مشر شي خو دده دمشرتابه وړتياوې او دحزب الله پر غړو دده اغيز ددې لامل شو ،چې دحزب الله يووالی وساتي . په همدغه کال کې دالموسوي له ترور يوه مياشت وروسته حسن نصرالله پريکړه وکړه ، چې دلبنان سياسي ډګر کې خپل بخت وازمايي او په پارلماني ټاکنو کې ونډه واخلي دالجنوب او البقاع په ولايتونو کې يې يو څو څوکۍ تر لاسه کړې همدغه ډله وروسته بيا په 2005/2002/1996 ز کلونوکې نوره هم وځليده او د ( کتلة الوفاء للمقاومة ) په نوم مشهوره شوه .
په 1997 ز کې حسن نصرالله خپل مشر زوی هادي دلبنان په سويل کې په الرفيع غره کې له اسراييلو سره په مخامخ جګړه کې له لاسه ورکړ نوموړې يې ډېر ودرديده ،خو له اسراييلو سره جګړه ترهغې روانه وه ،چې اسراييل شاته ته اړ شول او په 2000 ز کې نيول شوې سيمې بېرته پرېښودې . حسن نصرالله له کاريزمي شخصيت څخه برخمن دی پر لبنان داسراييلو دبريد پر مهال په 2006 ز کې ددې خطبې وې ، چې دعربي او اسلامي نړۍ په کچه ورځينې خلک اغيزمن شول . دده مينه وال بيا وايي ، چې له جمال عبدالناصر راوروسته حسن نصرالله دويم کس دی ،چې داسراييلو پر وړاندې ولاړ دی . نوموړي له فاطمه ياسين سره واده کړې او پنځه بچيان : محمد هادي ، محمد جواد ، زينب ، محمد علي ، محمد مهدي لري .
وروستي