ولسمشر رجب طیب اردوغان پر سوريې د احتمالي بريد خبرداری ورکړی 

روهي (پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان سوريې ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې له ادلیب ښار خپل پوځيان پر شا نه کړي نو ترکيه يې پر وړاندې غبرګون وښيي او شونتيا شته چې پرې بريد وکړي. 

اردوغان ويلي دي چې دمشق ته په کار ده چې د سوريې ادلیب ډېری سيمې چې د ترکيې تر کنټرول لاندې خپل پوځيان شاته کړي، ګني ترکيه به يې پر وړاندې ورته غبرګون وښيي. 

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي، چې د همدې اوونۍ په سر کې د سوريي ځواکونو په بريد کې څلور ترکيي پوځيان ووژل شول او نهه نور ټپيان شول. دغه چارئ د ولسمشر رجب طیب اردوغان غوسه راپورته کړه. 

نوموړي خپل ګوند ته په وينا کې ويلي دي، "که د اسد رژیم پدې موده کې (د فبرورۍ تر پایه) بیرته په شا نه شي، ترکیه به پخپله دغه دنده ترسره کړي."

د روسيې، ترکيې او سوريې ترمنځ د هوکړې پر اساس ادليب ښار کې د سوريې پلوه او سوريې حکومت مخالفو ځواکونو ترمنځ د جګړې د مخنيوي په پار ترکيي او روسي ځواکونه مېشت شوي دي.