حامد کرزي رسنيو ته پر وخت د مالوماتو نه ورکولو په اړه خواشيني ښوودلې ده 

روهي (پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هېواد کې شته رسنيو ته د حکومتي او نورو ادارو له خوا د مالوماتو ورکړې په ځنډ او نه شريکولو خواشيني ښوودلې ده. 

د حامد کرزي له دفتر څخه روهي ته په ېوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې د تېرو کالونو له لاس ته راوړنو يوه يې ازادې رسنۍ وې چې ورته پاملرنه وشي. 

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په دې راغلې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې رسنيو سره همکارۍ او د رسنيو ازادۍ په افغانستان کې په تېرو کالونو کې بې سارې وه او د سيمې په هېوادونو کې يې بېلګه نه درلوده. 

دا اعلاميه په داسې وخت کې خپريږي چې څو ورځې وړاندې يو شمېر رسنيو پر حکومت نيوکه وکړه چې د مالوماتو په شريکولو کې ور سره مرسته نه کوي.