ترکیې کې یوه الوتکه غورځېدلې چې په لسګونو کسان په کې ژوبل شوي

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې )، دغه الوتکه چې د ترکیې په استانبول کې په هوایی ډګر کې۱۷۷ ډوله الوتکې د ځغاستې په لاره کې غورځېدلې، چې له امله یې اور لګیدلی او الوتکه په دریو ټوټې شوې ده.
 

 ترکي چارواکو ویلي چې په دې پیښه کې هیڅ مسافر نه دی وژل شوی، خو لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
 

د بوینګ۷۳۷ ډوله الوتکه د ترکیې د پګاساس هوایی شرکت ملکیت وه، چې د استانبول له ساحلي ښار ایګان څخه روانه وه، د ترکیې نشراتي اژانس NTV د راپور له مخې الوتکه په ښکاره ډول د ډیر باران له امله غورځېدلې.
 

د استانبول والي علي ییرلیکیا د ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې په دې پېښه کې څوک نه دی وژل شوی ، خو ۵۲ تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.