ډاکتر اشرف غني احمدزي لکه څنګه يې چې تمه کېده، ځان د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو ته په رسمي توګه ونوماوه. له لومړۍ ورځې څخه ښکارېده ، چې ده د ولسمشرۍ راتلونکو ټولټاکنو ته په کلکه ملا تړلې او دا دی ګورو ، چې د حامد کرزي پر وړاندې تر ټولو د مطرح سيال په توګه ولاړ دی. که څه هم ښاغلی علي احمد جلالي ، ډاکتر انوارالحق احدي او ډاکتر زلمي خليلزاد نومونه هم د ده په څېر د ژبو په سرو ګرځېدل ، خو درې واړه د ولسمشرۍ له سياليو څخه په مرموزه توګه په شا شول. يو شمېر افغانانو هڅه کوله د دوی تر منځ يو ډول جوړ جاړی رامنځته کړي ، خو اشرف غني احمدزي له لومړۍ ورځې څخه ټينګار کاوه ، چې له کرزي پرته حاضر دی له نورو سره يو ځای کار وکړي . که څه هم حامد کرزي به ده ته هم ډېره سترګه وهلې وي ، چې له کانديدۍ تېرشه کومه ښه څوکۍ به درکړم ، خو اشرف غني د ولسمشرۍ له څوکۍ پرته په بل څه راضي نه شو. خو دا چې له کرزي څخه يې د ګټنې چانس څومره دی ، دا به راتلونکې ټولټاکنې څرګنده کړي. که د علميت خبره وي ، خو د ده او کرزي تر منځ پرتله اصلاً سم کار نه دی، خو که د سياست خبره وي په دې کې بيا لږ تأمل په کار دی . کرزی په ولسي تعامل کې برلاس او په قومي معاملو کې ښه تجربه لري . کرزی په معاملو او ګذشتونو کې ډېر پياوړی دی او کولی شي حتی د خپل سر له دښمنانو سره هم روغې جوړې ته ورسيږي. کرزی په ډېرې اسانۍ کولی شي اصول د سياست قرباني کړي او هڅه کوي ، چې څوک ترې خپه نه شي او له همدې امله توانېدلی د امتيازاتو په ورکولو سره تر نن ورځې پورې داسې کسان لکه حضرت صبغت الله مجددي،استاد عبدالرب رسول سياف ، پير سيد احمد ګېلاني ، شيخ محمد آصف محسني ، استاد برهان الدين رباني ، يونس قانوني ، فهيم خان او ډېر نور يو ډول نه ي،ډول خوشحاله او راضي وساتي ، دا چې د دوی خوشحالي په کومه بيه تماميږي دا بيا بله خبره ده. کرزی په همدې دليل په خپله خبره هم نه شي درېدلی ، ځکه چې تل د نورو فشارونو ته غاړه ږدي او له خپلې خبرې ډېر زر تېريږي . خو ډاکتر اشرف غني احمدزی بيا قاطع سړی دی او معمولاً په خپله خبره دريږي ، خو تعامل يې بياوچ او شډل وي ، ډېر زر په غوسه کيږي ، خو داسې ښکاري چې اصول او ارزښتونه تر مصلحتونواو معاملو نه قرباني کوي . ډېر ښه تکنوکرات دی ، خو د قومي تعامل او تجربې خوند يې نشته . خبره يې غوڅه ده ، خو داسې ښکاري چې دی هم د کرزي په څېر د ټيم په جوړولو کې مزه نه لري ، چې څرګنده يې بېلګه يې د ده د انتخاباتي کمپاين ټيم او مرستيالان دي. که څه هم ولس او په ځانګړې توګه پښتانه کرزي ته د مرستيال په توګه د فهيم د ټاکنې له امله ډېر په غوسه دي ، خو ډاکتر اشرف غني احمدزي هم داسې کسان انتخاب کړي ، چې په ولس کې شهرت او اعتبار نه لري او دا هم د کمزوري ټيم جوړولو يوه بله نښه بلل کېدای شي. اشرف غني احمدزی له امريکايانو او نورو نړيوالو سره ښې اړيکي لري ، خو د ناټو او امريکا د جنايتونو پر وړاندې د ده چوپتيا او نه غبرګون د ډېرو افغانانو لپاره د اندېښنې وړ ده . که څه هم له کرزي څخه د ولس پراخه بېزاري او ناهيلي او د کوم بل پياوړي سيال نشتوالی د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ګټنې چانس زياتوي ، خو د ده کمزوری ټيم او ډېر وچ تعامل ښايي د ده د ګټنې پر وړاندې اصلي خڼد اوسي. ځينې خلک وايي ، چې دافغانستان اوسني شرايط دا ايجابوي چې ولسمشر نرم او انعطاف منونکی سړی وي، خو ځينې نور بيا وايي چې همدغه نرمه رويه وه چې افغانستان يې دې ورځې ته ورساوه ، او اصلاً د افغانستان په څېر بحراني هېواد کې يوه قاطع او حتی ډکتاتور واکمن ته اړتيا ده او په دې کې هېڅ شک نشته ، چې ډاکتر اشرف غني احمدزی يو قاطع او منضبط سړی دی. راځیء ، چې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ژوند ليک ولولو او بيا په خپله قضاوت وکړو.
ډاکتر اشرف غني احمدزی پر ۱۳۲۸ ل کال ( 1949 ع) په لوګر کې زېږېدلی ، پلار يې شاه جان احمدزی، چې په بېلابېلو لوړو دولتي بستونو کې يې کار کړی، تېر کال د ناروغۍ له امله په حق ورسېده. اشرف غني خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په حبيبيه لېسه کې ترسره کړې. د ښوونځي په دوره کې د (AFS) پروګرام په لړ کې د يو کال په مخه امريکې ته هم لاړ.
تر لومړنيو زده کړو وروسته لبنان ته لاړ او د بيروت په امريکايي پوهنتون کې يې د سياسي علومو په برخه کې د لېسانس او ماسټرۍ دورې بشپړې کړې او همدلته له خپلې مېرمنې (رولا) سره آشنا شو. په 1974 کې هېواد ته راستون شو او په کابل پوهنتون کې يې د بشر ي علومو په څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړه. په 1977 کې د دوو کلو په مخه دنورو زده کړو لپاره امريکې ته ولاړ ،خو کله چې سرولښکرو پر هېواد يرغل وکړ ، بېرته راستون نه شو او خپلو زده کړو ته يې دوام ورکړ. اشرف غني په امريکا کې د کلمبيا له پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکوکې خپله دويمه ماسټري او په انسان پېژندنه کې درېيمه ماسټري ترلاسه کړه. ډاکتري يې هم له همدې پوهنتون څخه د انسان پېژندنې (انټروپالوجي) په برخه کې واخيسته . ډاکتر اشرف غني احمدزي په ٢٠٠٧ کال کې دامريکا د متحدو ايالاتو د سکرانتن له پوهنتون څخه لومړۍ افتخاري ډاکتري او په کال ۲۰۰۸ کې يې د کاناډا د ګلف له پوهنتون څخه دويمه افتخاري ډاکتري واخيسته.
کله چې اشرف غني د کلمبيا له پوهنتون څخه ډاکتري واخيسته سمدستي (1983) د کاليفرنيا برکلې پوهنتون کې د تدريس بلنه ورکړل شوه او ورپسې يې ( 1983ـ 1991) د جانز هاپکېز په پوهنتون کې دتدريس دنده تر لاسه کړه. په همدې مهال کې ده د بي بي سي د پښتو او فارسي خپرونو لپاره ډېرې تبصرې هم وليکلې.
په 1991 کې ډاکتر اشرف غني له نړيوال بانک سره د انتروپالوژېست سلاکار په توګه کار پيل کړ او د اقتصادي پروګرامونو د انساني اړخونو په اړه يې سلا مشورې ورکولې او له همدې بانک سره يې يولس کاله کار وکړ. په پيل کې ده د ختيځې آسيا په برخه کې کار پيل کړ، خو وروسته يې د بانک د ټولنيزو پاليسيو په برخه کې خپل کار ته ادامه ورکړه او د بېلا بېلو هېوادونو د ستراتيژيو او اصلاحي پروګرامونو بيا کتنه يې کوله. تر 1996 کال وروسته ده پنځه کاله د روسيې ،چين او هندوستان لپاره د لويو پرمختيايي پروژو او موسسه يي بدلونونو او اصلاحاتو په پروژو کې کار وکړ او په ځانګړي ډول د روسيې د اصلاحاتو په اړه يې د يادولو وړ کارونه ترسره کړل.
په 2001 کې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته ، له ډاکتر اشرف غني څخه غوښتنه وشوه ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو دځانګړي استازي لخضر ابراهيمي سره د ځانګړي سلاکار په توګه کار وکړي. ده د بن کنفرانس په جوړولو ، دانتقالي دورې په طرحه او د لويې جرګې په جوړولو کې مهم رول ولوباوه او په اضطراري لويه جرګې له خوا د حامد کرزي په مؤقته کابينه کې د ماليې د وزير په توګه وټاکل شو.
ډاکتر غني دماليې په وزارت کې د خپلو کارنامو له برکته ښه وځلېد، دی دماليې وزير په توګه وتوانېده چې د ګمرکونو او عوايدو په مرکزي کولو کې د امنيت شورا فيصله يوازي په شپږو اونيو کې عملي کړي او د پولي او مالي سياست په برخه کې بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي. د دې ترڅنګ يې د هيواد عمده ولايتونو ته سفرونه وکړل او د ملي پيوستون، مخابراتو او صحي پروګرامونو په ترتيب او له نورو وزارتونو سره د اړيکو په تنظيم کې يې اغېزمن رول ولوباوه، د هيواد په دننه کې يې د مالي چارو د تنظيم په موخه کاري پلانونه ترتيب کړل او له هيواده بهر يې هم د نړۍ د خبرولو لپاره د يادولو وړ ګامونه واخيستل، چې يو مهم کار يې د توکېو کنفرانس لپاره افغان دولت ته د يوې داسي بيانيې او پروګرام تيارول و چې نړۍ يې له افغانستان سره د مرستي کولو ته قانع کړه. ورپسې د برلين د کنفرانس وار راغئ، او دا وخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازي يو ميليارد ډالره مرسته ورکړي، اما د وخت د ماليې د وزير پرله پسې هڅي وې چې نړۍ حاضره شوه، په هماغه کنفرانس کې له افغان حکومت سره د8.2 ميلياردو ډالرو مرستي ژمنه وکړي، په عين حال کې نړۍ دا هم ومنله چې په افغانستان کې26.5 ميلياردو ډالرو بهرنۍ پانګوني ته اړتيا ده.
د پورتنيو ښو کارنامو په پايله کې په 2003 ميلادي کال ښاغلى ډاکټر غني د آسيا د ممتاز او کامياب ماليې وزير په توګه وپېژندل شو، چې د کال د ماليې غوره وزير جايزه يې هم ترلاسه کړه.
د انتقالي دولت تر پايته رسېدووروسته ډاکتر غني احمدزی دکابل پوهنتون د رييس په توګه وټاکل شو. خو د پوهنتون د رياست تر څنګ په نورو ډېرو کارونو کې بوخت ښکارېده او له همدې امله يې په پوهنتون کې لاسته راوړنې ډېرې محسوسې نه دي.
ډاکټر اشرف غني احمدزى په 2006 کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مقام ته کانديد شو او له دريومهمو کانديدانو څخه ګڼل کېده، خو بان کي مون وتوانېده چې نوموړی مقام ترلاسه کړي.
په ٢٠٠٧ کال د ده نوم بين المللي مطبوعاتو ته د نړيوال بانک د رئيس په حيث وړاندې شو.
ډاکتر اشرف غني احمدزي په وروستيو وختو کې د يو شمېر نړيوالو مسايلو په اړه څېړني ترسره کړې او د خپلو څېړنو پايلې يې د (ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره) په نامه د کتاب په بڼه چاپ کړې، چې په نړيواله کچه د ډېرو سترو علمي او تحقيقاتي مرکزونو او مطبوعاتو له خوا پرې بحثونه وشول.
ډاکټر غني په تېرو دوو کلونو کې د نړيوالو موسساتو په غوښتنه د سوډان، کوسوو او نيپال دولتونو ته مشورې ورکړي دي. همدا راز نوموړی له يوې بلي تحقيقاتي او مشورتي موسسې سره چې د معاصرو دولتونو جوړېدو د ادارې په نامه منځته راغلې ، کار وکړ. دا موسسه د کاميابو دولتونو د هغو تجربو او تګلارو په اړه ، چې د ناکامو دولتونو له ځينو شرايطو سره سمون خوري او ناکام دولتونه ورته اړتيا لري، څېړنې ترسره کوي.
ډاکټر غني همداراز په تېرو څو کلونو کې له دولته بهر په ډېرو نړيوالو کمېسيونونو کې برخه اخيستې چې له هغې جملې څخه يو د ملګرو ملتونو د قانون له نظره د بېوزلو خلکو بسيا کول نومېږي. په دې موده کې نوموړى د امريکې د وکېلانو د نړيوال عدالت په پروګرام کې د قانون د حاکميت د پروژې د عالي مشورتي کمېټې غړى و، همدا رنګه د بروکنګ د موسسې (په نړۍ کې د امن او سولي د راتګ) د پروژې د عالي کمېټې غړيتوب يې هم درلود. او د دې په خوا کې يې نوري ډېري بشري چاري هم سرته رسولي چې د ټولو بيانول په دې لنډه ليکنه کې ناممکن دي.
ډاکټر غني په انګرېزي ژبه د افغانستان په اړه ډېرې ليکنې کړي، چې د خپل وخت په معتبرو خپرونو کې خپرې شوې دي.
نوموړي خپلې لومړۍ علمي څېړنې په افغانستان کې د اسلام د مبين دين د نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل کړې او په دې باب يې ډېرې ليکنې وکړې.
همدا راز يې په قبايلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړول تر سرليک لاندې يوه مفصله څېړنه وکړه.
ورپسې يې د اسلامي شريعت په محکمه کې د شخړو هواري په نامه موضوعات راوسپړل، چې د تحليل لپاره يې د عبدالرحمن خان د سلطنت لومړۍ لسيزه وټاکله او د کونړ ولايت د محکمې پر اسنادو يې څېړنه پيل کړه.
د دې تر څنګ نوموړي د افغانستان پر اقتصاد، تاريخ او دولتي جوړښتونو باندي هم زيات شمېر مقالې ليکلي او خپرې کړي دي.
د عملي څېړنو په لړ کې د ډاکټر غني يو بل ستر کار د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه ده، چې له پنځلسمي ميلادي پېړۍ څخه تر نولسمي ميلادي پېړۍ پوري ډېر موارد پکې تر څېړنيز پوښښ لاندي راغلي دي او پوره لس کاله پرې نوموړى بوخت و.
وروستي