هلمند کې د پستې نوي بڼونه جوړیږي

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې )، د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداررۍ ملي برنامې «NHLP» او د «مرسي کور» بدیل معیشت پروګرام له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې لسګونه جریبه بڼونه جوړ شي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د نهرسراج ولسوالیو ۵۰ تنو بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې بڼونو جوړولو په پار د نقشې او ډیزاین په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.

ګډون والو ته په دې پروګرام کې د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شول.

په هلمند کې د پستې نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې ۳۱۴ جریبه بڼونه جوړ شوي و، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.