د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشر ټرمپ وينا، چې افغانانو ۴۰ کاله په جګړه کې تېر کړي دي او جګړه يې اوس بزنس، ورځني کار او بار او د ژوند تېرولو وسيله ګرځېدلې ده. ټرمپ د پيغور او ټېټو کتو په ډول افغانان جنګيالي بللي دي چې په وژنو خپل ژوند کوي او په جګړه کې د خپل وژند بقا لټوي.
د ټرمپ خبرې له حقيقت ډېرې لېرې هم نه دي. يو افغان او يو مسلمان د مجاهد او کمونيستي په نوم سره ووژل. د يادې جګړې کمونيستي او مجاهد مشرانو د مسالې په ژورتيا خبرو او همدا يې د شتمن، سياسي، بانفوذه او ښه ژوند جوړولو لاره وه، خو جنګيايلي يې تر وروستۍ په دې پوه نه وشل چې ياده جګړه تپيل شوې او نياتي وه؛ چې اصلي لوبغاړي يې شوري او امريکا وه.
له هغې را وروسته د ترهګرۍ په نوم جګړه پيل شوه. روسيې او د سيمې ځينو هېوادونو د طالب په نوم مسلمان او افغان په لاس کې واخېست او دې ته يې وهڅولو چې د کابل ادارې ورور دې غلام، بي دينه او پردی شوی دی. وژنه يې ته پرې جنت ته ځي او دی به جهنم ته لېږئ. امريکا بيا د حکومت په نوم بله افغانه ډله جوړه؛ دا يې ور پېچکاري کړل چې د طالب په نوم افغان او مسلمان ترهګر دی، د پرديو په لاس کې دی او ستاسو ژوند اخلي. دا لوبه اوس هم شروع ده؛ يو افغان او مسلمان بل افغان او مسلمان د ترهګر طالب په نوم وژني او بله خوا يې بيا بل افغان او مسلمان د امريکا غلام په نوم وژني.
د جګړې ناورين، بحران او اغيز يوازې د ښکېلو غاړو ترمنځ نه دی، دې بدبختې جګړې د مېلېونه افغانانو ژوند اخېستی او يا هم بد اغېزمن کړی دی. دا همدا جګړه ده چې افغانستان يې د سلګونه زره ګونډو، يتيمانو، بورو ميندو، بې زويه پلارانو، بې وړونه خويندو او په يوې ډوډۍ پسې د لالهانده ماشوم کور جوړ کړی دی.
په وروسته پاتې افغانستان کې چې بايد د خپلې بسترې سمې پښې يې غځولې وای، د غربي نړۍ تقليد کوي او په جګړه ځپلې افغانستان د ديموکراسۍ تمثيل کوي. نوره نړۍ کې ټاکنې د خلکو ستونزې را اخلې او په رېښتنې مانا چارواکي ولس ته مسوول جوړوي.
د افغانستان ټاکنې هم د شريرې جګړې په ډول دي. هغه ادارې چې په ټاکنو کې مسووليت ي يې د مالي فساد له لارې د ولس وينه څښي او ناوړه کسان د پيسو په بدل کې پر افغان ولس تپي چې پايله يې پارلمان دی او وي. مشران بيا د ولس هر ناخواله هيره کړئ، د ينو په ډک افغانستان کې د فرانسې په څېر پاکې، برېښنايي، اکثريت او مېلېوني رايې غواړي.
په دې تېر څو مياشتو کې چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې ځنډېدلې دي، ولس د جګړې په څېر قرباني په کې ورکوي. ادارې له فساد ډکې شوې دي، په رڼا ورځ وژنې، وسله والې غلاوې، شکول او تېروتنې کيږي، د خلکو اقتصاد تر صفر تللی او لنډه دا چې ناڅرګند سياسي برخليک پر خلکو فزيکي او رواني بدبختي او جګړه تپلې ده.
افغان ولس چې د پرديو په لار روان مشرانو تر والکې لاندې پروت دی، هم به په ديموکراسۍ کې بدبختۍ زغمي او هم په جګړه او دېکتاتورۍ کې.
وروستي