هندۍ لوبغاړې (زایرا واسیم) د هندوستان حکومت د پرېکړې خلاف کشمير  سره خواخوږي ښوودلې 

روهي (څلورنۍ/۱۶ د سلواغې)، هندۍ لوبغاړې (زایرا واسیم) د هندوستان تر والکې لاندې کشمير خلکو سره خواوږي ښوودلې ده او د هند حکومت له خوا شوي محدوديتونه يې د خواشيني وړ بللي دي. 

نوموړې په انسټګرام پوسټ کړی او ليکلي دي، چې د کشمير خلکو له لسيزو تر ځورونو لاندې دي او وضعيت يې د اندېښنې وړ دی. 

زایرا واسیم ليکلي، چې  مونږ ږلې په هغه نړۍ کې ژوند وکړو چېرته چې زمونږ ژوند او زمونږ هيلې د نورو تر والکې او کنټرول لاندې دي. 

له هغې وروسته چې د هند کابينې پر کشمير ځانګړي امتيازونه لغوه کړل هلته بيړنی وضعيت اعلان؛ کشمير کې په ازاد ګرځېدو، انټرنېټ او ناستو جوړېدو بنديزونه ولګېدل.